د امریکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماندې کامالا هرېس د دغو ټاکنو له پای ته رسېدو وروسته په یوه وینا کې د « د پېښېدونکي ستونزمنو وختونو» د احتمال خبرداری ورکړ.
د رویټرز د راپور له مخې، هغه اعلان وکړ چې هغه به د هغه نظریاتو لپاره مبارزې ته دوام ورکړي چې د هغه ټاکنیز کمپاین ته وده ورکوله.
دا وینا د امریکا د منتخب ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ له بریا وروسته شوې وه او آغلې هرېس په هارورډ پوهنتون کې خپلو پلویانو ته چې د ډېرو په سترګو کې اوښکې وې، وویل: «که څه هم زه په دې ټاکنو کې ماتې منم. خو زه به هغه مبارزه چې دغه کمپاین یې رامینځته کړې ده، نه پرېږدم.»
آغلې هرېس په یو لړزېدلي غږ ژمنه وکړه چې د ښځو د حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي، د ټوپک له تاوتریخوالي سره به مبارزه وکړي او د انساني کرامت لپاره چې ټول خلک یې مستحق دي، به مبارزه وکړي.
کامالا هرېس زیاته کړه چې هغې ټرمپ ته ټیلیفون وکړ او هغه ته یې د بریا مبارکي وویله. هغه ژمنه کړې چې د واک په سوله ییز انتقال کې به يې برخه واخلي.
هغې وويل: «د دې ټاکنو پايله هغه څه نه دي چې موږ غوښتل، دا هغه څه نه دي چې موږ ورته مبارزه کوله او دا هغه څه نه دي چې موږ ورته رايه ورکړه. مګر که تاسو زما څخه واورئ، د امریکا د امید رڼا به تل روښانه وي.»
د دې ورځې غمجنه فضا د هارورډ په محوطه کې څو اوونۍ دمخه د راستنېدو جشن څخه خورا توپیر درلود؛ یو جشن چیرې چې زرګونه محصلين او فارغ زده کړيالان په دې هيله کې چې لمړنۍ تورپوستې به په تاریخي توګه د امريكا ولسمشره شي.
هرېس د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې پخوانی رییس نانسي پلوسي، د بایډن ادارې سلاکاران او په زرګونو ملاتړي په ګډون د خلکو د لېوالتیا سره مخ شوه.
هرېس په دغه وینا کې وویل: «د امریکا د ډیموکراسۍ یو له بنسټیزو اصولو څخه دا دی چې کله موږ ټاکنې وبايللې، موږ پایله منو. دا اصول، د نورو اصولو په څېر، ډیموکراسي له پاچاهۍ یا استبداد څخه بېلوي، او باید د هر هغه چا لخوا يې درناوی وشي چې د خلکو باور غواړي.
د يادولو وړ ده، چې دا څرګندونې ظاهراً د ټرمپ هغو هڅو ته اشاره وه، چې له بریا مخکې د ټاکنو پر مشروعیت ده شک درلود.
هرېس په دې وینا کې له خپلو پلویانو او په ځانګړې توګه له ځوانانو وغوښتل، چې له مایوسۍ سره سره دې نه ناهيلې کېږي، « مبارزه وخت نیسي. خو دا په دې معنا نه ده چې موږ به ګټونکي نه يو.»
هغې وویل: «زه پوهېږم چې ډیری خلک داسې احساس کوي چې موږ تیاره دور ته ننوځو. خو زه، زموږ د ټولو لپاره دا هيله لرم، چې داسې به نه وي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو په شپه د هارورډ په پوهنتون کې په زرګونو خلک په د لمړۍ ښځينه ولسمشرې په توګه کامالا د تاریخي بریا په هیله راټول شوي وو. دوی د چهارشنبه په ورځ له هرېس سره خپل ملاتړ او خواخوږۍ څرګندولو وروسته بېرته ستانه شول.