افغانستان

اېکسپرېس ټریبیون: د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند د افغانستان د امریکا د پالیسۍ له محور څخه لرې کړ

انڅور له آرشیف

اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې د د سخت دریځۍ او له ترهګرۍ سره د مبارزې د پالیسۍ له امله د امريكا په سیمه ییز لومړیتوب کې نه دی.

په دغه راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو وتل هم د امریکا لپاره د افغانستان د اهمیت د کمولو یو عامل بلل شوی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، چې دا مهال د امریکا تر ټولو مهم سیمه ییز موخه د چین کنټرول او د «ترهګرۍ پاک افغانستان»ساتل دي.

د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي، چې اروپايي هېوادونه د نشه يي توکو د قاچاق د ودې، د «لویدیځ ضد ترهګرو ډلو» د راتګ او اروپا ته د احتمالي کډوالۍ د اندېښنو له امله له طالبانو سره تعامل ته ډیر لېواله دي. او امريكا هم په يو ډول د افغانستان په اړه خپله پالیسي خپلو اروپايي شریکانو ته په اختيار کې پرېښې ده.

د دغه راپور له مخې، په سیمه ییزه کچه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو هوکړه کړې چې د طالبانو د واکمنۍ په رسمیت پېژندنه په امنیتي وضعیت، د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ او همدارنګه له لوېدیځ څخه د ترلاسه شویو پیغامونو په ترلاسه کولو پورې تړلې ده.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ځینو فرهنګي او تاریخي مشترکاتو سربېره؛ بنسټیزې ننګونې لکه د تحریک طالبان پاکستان شتون، د نړیوالې پولې په توګه د ډیورنډ کرښې حیثیت او د افغان کډوالو مسٸله لا هم پرخپل ځاى پاتې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، یو شمېر پاکستاني چارواکي په دې باور دي چې د افغانستان په اړه د دغه هېواد غواراوي محدود دي او له همدې امله کله ناکله د پولې تړلو په څېر غبرګونيز اقدامات کوي.

د دې راپور په یوه برخه کې همداراز ویل شوي چې د طالبانو په منځ کې د «کندهاري ایډیالوژیکي عناصرو او د حقاني د تر ټولو عملي او نظامي ډلې تر منځ » داخلي اختلافاتو د دوی د حکومتوالۍ پر تحرک اغېز کړی دی.