د بې پولې خبريالانو سازمان په خوست ولايت کې د طالبانو لخوا د ژمن راډيو د فعاليتونو د بندول د رسنيو پر آزدۍ او حقونو يو بل بريد وباله او د دغې راډيو د ژر تر ژره پرانستلو غوښتنه يې وکړه.
دغه سازمان پر اېکس لیکلي دي چې د رسنیو بندول او پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو فشار راوړل “د بیان د آزادۍ او بشري حقونو له اصولو ښکاره سرغړونه ده”.
تر دې مخکې طالبانو په خوست ولایت کې د ژمن راډیو فعالیت په دې تور بند کړی و، چې د یوې خپرونې په بس زمينه کې یې موسیقي غږوله.
د افغانستان د خبريالانو مرکز وړاندې په خوست کې د يوه خبريال په حواله ويلي و، چې دغه راډيو پرون له غرمې وروسته شاوخوا ١:٣٠ دقيقې د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا وتړل شوه.
دغه مرکز همداراز د دې راډیو تړل «د آزادو رسنیو له حقونو ښکاره سرغړونه» بللې او د خوست له سیمه ییزې ادارې یې غوښتي، چې دغه راډیو ژر تر ژره له کوم قيد او شرط پرته پرانيزي.
د افغانستان د خبريالانو د مرکز په خبرپاڼه کې ويل شوي چې ژمن راډيو يوازې د سهارنۍ خپرونې په پس زمينه کې له خفيفې موسيقۍ څخه کار اخيسته چې د دغه ولايت د نن ورځې ټولنيزو مسايلو په اړه يې چمتو کوله.
د دې خبرپاڼې پر بنسټ د طالبانو د امر بالمعروف او نهى عن المنکر رياست له رسنيز پاليسۍ څخه سرغړونه وبلله او دغه راډيو يې بنده کړه.