افغانستان

د هېواد په ٣ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل

Nangarhar province in the afermath of heavy rains. File photo. July 15, 2024.

د طالبانو تر ادارې لاندې د هوا پېژندنې ادارې د لړم په ۱۷ د هېواد په درېیو ولایتونو کې د باران د ورښت او د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

د دغه رياست په خبرپاڼه کې راغلي، چې په بدخشان، تخار او بغلان ولايتونو کې د نسبتاً سختو اورښتونو، تېزو بادونو، د دوړو او د سيلابونو د راوتو وړاندوينه شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د اورښت اندازه به د ۱۵ او ۲۵ ملي مترو ترمنځ وي. په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې د سالنګ په ګډون په شمال ختیځو، مرکزي او لوېدیځو ولایتونو کې د سختو بادونو د ورېدو امکان شته چې په بېلابېلو ځایونو کې یې د سرعت کچه له ۵۰ تر ۷۰ کیلومترو پورې اټکل شوې ده.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان په نړۍ کې د موسمي بدلون له امله شپږم زیانمنونکی هېواد دی. په ورته وخت کې، د هېواد اتباعو ته د مناسبو اسانتیاوو د نشتوالي له امله، تل د سېلابونو او طبیعي پیښو له امله ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.