وروسته له هغه چې ډونلډ ټرمپ د ٢٠٢٤کال ولسمشریزو ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړه، د نړۍ مشرانو د چهارشنبې په ورځ هغه ته د مبارکۍ پیغامونه استولي.
ټرمپ دا بریا یو «ستر بریالیتوب» او د«امریکا د زرین دور» پیل وباله.
په همدې حال کې اېن بي سي نيوز لا تر اوسه رسمي بریا نه ده تایید کړې، او د سي بي اېس اټکلونه ښیې چې ټرمپ لاهم د ٢٧٠ الکټرال رایو ترلاسه کولو لپاره یو بل ایالت ته اړتیا لري.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یو له هغو لومړنیو مشرانو څخه دى چې هغه ته يې د مبارکۍ پیغام واستاوه.
هغه له ټرمپ سره د خپلې پخوانۍ ناستې په یادولو سره، د «د ځواک له لارې سوله» په شعار سره د هغه چلند ستاینه وکړه او لیکلي یې دي:«دا په حقیقت کې هغه اصول دي چې کولی شي موږ په اوکراین کې عادلانه سولې ته نږدې کړي.» زیلینسکي زیاته کړه چې هغه لېواله دی چې له ټرمپ سره کار وکړي چې د امریکا او اوکراین ترمنځ ستراتیژیکه ملګرتیا پیاوړې کړي او په اروپا کې د سوله او امنیت تضمين کړي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د مبارکۍ پیغام استولى او بیا یې همکارۍ ته چمتووالی اعلان کړى او ويلي يې دي «مبارک شه، ولسمشر ټرمپ، موږ د تېرو څلورو کلونو په څېر د لا زیاتې سولې او سوکالۍ لپاره په درناوي او هوډ سره همکارۍ ته چمتو یو.»
د استراليا لومړي وزير انتوني البانيزي هم د امريکا او استراليا ترمنځ ټينګې دوستۍ او اتحاد ته اشاره کړې او خپل د مبارکۍ پيغام يې استولى او په راتلونکي کې يې د دغه همکاريو د پراختيا هيله څرګنده کړه.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د ټرمپ بریا «تاریخي» بللې او هیله یې څرګنده کړې چې په نوي حکومت کې به د پاکستان او امریکا تر منځ همکاري لا پیاوړې او پراخه شي.
ویکتور اوربان، د هنګري لومړي وزیر او د ټرمپ یو ملاتړي، دا بریا «د امریکا په سیاسي تاریخ کې ترټولو لوى راستنېدل» وبلله او دا یې «د نړۍ لپاره خورا اړینه بریا» وبلله.
د اسراٸیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د مشرانو سره یوځای د ټرمپ او پخوانۍ لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ ته مبارکي ويلې. نتانیاهو په خپل پیغام کې د ټرمپ بریا «د امریکا لپاره یو نوی پیل» او «د اسراییل او امریکا تر منځ د لوی اتحاد سره د قوي تړون نوي کول» بللي دي.
ټرمپ، چې د کورنۍ د غړو او کلیدي ملاتړو په منځ کې یې د میلیاردر ایلون مسک په ګډون خپله بریا ولمانځله، په ١٣٠ کالونو کې به لومړی ولسمشر شي چې سپینې ماڼۍ ته راستنېږي خو تر اوسه د ټاکنو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوي او د رایو بیا شمېرنه لا هم روانه ده.