د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر په یوه راپور کې ویلي، چې د کوکنارو پر کښت د طالبانو له بندیزونو سربېره په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۱۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د دغه راپور پر بنسټ اوسمهال په ټول هېواد کې پر ۱۲زره۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې د تېر کال په پرتله څلور برابره زیاتوالی ښيي.
دغه سازمان وايي، تېر کال د کوکنارو کښت ۹۵ سلنه کم شوی؛ خو اوس یو ځل بیا مخ په زياتېدو دى.
د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره په هېواد کې د کوکنارو د کښت د ډېرېدو یو لامل اقتصادي ستونزې او د مناسب بدیل نشتوالی ګڼي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې په هېواد کې پر ۲۳۲ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.
د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر غاده ولي د هېواد د کروندګرو پر وړاندې د پرتو ننګونو په پام کې نيولو سره د دغه هېواد د کروندګرو لپاره د يوه دوامداره بديل پر اړتيا ټينګار وکړ.
د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې د افغانستان سوېل لوېدیځ په دودیز ډول په دغه هېواد کې د کوکنارو او تریاکو د کښت مرکز دی.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو ۵۹ سلنه کښت د هېواد په شمال ختیځو ولایتونو کې شوی دی.
دغه سازمان د کوکنارو د کښت د زياتوالي د نورو عواملو په توګه د بازار تحرک، د اپينو د بيې لوړوالى او هغه ستونزې يادوي چې د هېواد بزګران ورسره مخ دي.