نړۍ

زیلینسکي: د شمالي کوریا له ځواکونو سره جګړه به په نړۍ کې د بې ثباتۍ نوى فصل پرانیزي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، له شمالي کوریا سره د دغه هېواد د ځواکونو لومړۍ جګړه به په نړۍ کې د بې ثباتۍ نوې فصل پرانیزي.

په همدې حال کې د رویټرز د راپور پر بنسټ، د اوکراین د دفاع وزیر روستم عمروف ویلي چې له روسیې سره د جګړې په کرښه کې د دغه هېواد د پوځ او شمالي کوریا د ځواکونو ترمنځ یوه «کوچنۍ نښته» رامنځته شوې ده.

دا په اوکراین کې د ۲۰۲۲ کال د روسیې د برید پيلېدو راهيسې د جګړې لومړی ښکاره زیاتوالی او پراخوالی دی. 

خو د اوکراین ولسمشر د سه شنبې په ورځ په یوه ویډیويي وینا کې وویل: «اوکراین باید له نورې نړۍ سره په همکارۍ د روسیې د دغه اقدام چې جګړه په رښتیني ډول لاپسې پراخوي،د ماتولو لپاره هر څه وکړي.»

تر دې مخکې د اوکراین د دفاع وزیر روستم عمروف د جنوبي کوریا له تلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو: «د شمالي کوریا له ځواکونو سره یوه وړه نښته شوې ده.»

د دغه ټلویزیوني شبکې په راپور کې د اوکراین د دفاع د وزیر په حواله ویل شوي چې دغه نښته کوچنۍ وه او د پوځیانو د بسيج کولو له اړخه لا تنظيمه شوې نه وه.