د هسپانیې په ختیځ او په تېره بیا د دغه هېواد په والنسیا سیمه کې له ویجاړونکو سېلابونو وروسته، چې تر ۲۰۰ ډېر کسان یې مړه کړي او ۸۹ کسان يې لادرکه کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د والنسیا چارواکو اعلان کړی چې په دې شمېر کې یوازې هغه کسان شامل دي چې کورنۍ یې د پيداکولو لپاره اقدام کړى دى.
د يادونې وړ ده چې د اکتوبر په وروستيو کې په هسپانيه کې د سختو بارانونو او طوفانونو په ترڅ کې سېلابونه راغلي وو چې د دغه هېواد ډېر ښاري او کليوالي سيمې يې ويجاړې کړې وې.
په داسې حال کې چې ژغورونکي د لادرکه شویو کسانو لټون ته دوام ورکوي د ډېرو کسانو برخليک لا هم ناڅرګند دی.
دغه سېلابونه په وروستیو کلونو کې په هسپانیه کې یو له ستر طبیعي د «ناورین» په نوم یاد شوي دي.
ځايي چارواکي او مرستندويه ډلې په دغه هېواد کې لا هم هڅه کوي، چې له دغو سېلاب ځپليو سيمو کې ورک شوي کسان وژغوري او زيانونه راکم کړي. خو د هوا د خرابوالي او پرله پسې سېلابونو د ژغورونکي فعاليتونه له ډېرو ننګونو سره مخ کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې د روان کال د اکتوبر په مياشت کې د هسپانيا په ختيځ کې د وروستيو سېلابونو له امله د مړو شمېر تر ۲۰۰ تنو رسېدلی او تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د والنسيا سيمې ته اوښتې ده.
د نومبر تر پنځمې پورې په دغو سېلابونو کې لږ تر لږه د ۲۰۵ کسانو د مړينې خبر ورکړل شوی او احتمال شته چې لا هم ډېر کسان په سېلاب ځپلو سیمو کې بند پاتې وي.