افغانستان

طالبانو په پکتیکا کې دوه تنه د خلکو د سترګو په وړاندې په درو ووهل

انځور له آرشیف

طالبانو په پکتیکا ولایت کې دوه تنه د «لواطت» په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په درو ووهل.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی هر یو د دغه ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د «۳۶ دره» وهل شوي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، طالبانو  دغه دوه تورن کسان هر یو په یو کال او اته میاشتې بند هم محکوم کړي دي.

دا پنځم کس دی چې په یوه ورځ کې د طالبانو له خوا په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې په درو وهل کېږي.

طالبانو په تېره یوه میاشت کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۹۰ کسان په بېلابېلو تورونو په درو وهلي دي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي وو چې له جولای څخه تر سپټمبر پورې (د چنګاښ ١١ نه د تلې تر ٩مې پورې) موده تر پوښښ لاندې نيسي، ویلي وو چې طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې د هېواد په مختلفو سیمو کې ۱۱۱ کسان په بېلابېلو تورونو په درو وهلي دي.

د دغه راپور په یوه برخه کې چې د طالبانو له خوا د خلکو جسمي مجازات يې مستند کړي، راغلي چې طالبانو په دې موده کې ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځې او یوه نجلۍ په درو وهلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم طالبانو لخوا بدني سزا غندلې او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو په محکمو کې عادلانه قضايي جوړښت ته د لاسرسي نشتوالي له بشري حقونو د سرغړونو په اړه ژورې اندېښنې راپارولي دي.