افغانستان

طالبانو په ميدان وردګ کې یو کس په «عام محضر» کې په درو وواهه

عکس له آرشیف.

طالبانو په میدان وردګ ولایت کې یو کس د «لواطت» په تور په عام محضر کې په درو وواهه.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی دغه کس د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ «۳۹ درو» وهلى دى.

د دې خبرپاڼې له مخې، باید وویل شي چې طالبانو دغه تورن کس په دوه کاله بند هم محکوم کړی دی.

طالبانو په تېره یوه میاشت کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۹۰ کسان په بېلابېلو تورونو په درو وهلي دي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي وو چې له جولای څخه تر سپټمبر پورې (د چنګاښ ١١ نه د تلې تر ٩مې پورې) موده تر پوښښ لاندې نيسي، ویلي وو چې طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې د هېواد په مختلفو سیمو کې ۱۱۱ کسان په بېلابېلو تورونو په درو وهلي دي.

د دغه راپور په یوه برخه کې چې د طالبانو له خوا د خلکو جسمي مجازات يې مستند کړي، راغلي چې طالبانو په دې موده کې ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځې او یوه نجلۍ په درو وهلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم طالبانو لخوا بدني سزا غندلې او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو په محکمو کې عادلانه قضايي جوړښت ته د لاسرسي نشتوالي له بشري حقونو د سرغړونو په اړه ژورې اندېښنې راپارولي دي.