په داسې حال کې چې ټاکل شوې امریکا به په راتلونکو څو ساعتونو کې د ولسمشرۍ د سراسري ټاکنو شاهده وي، د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونلډ ټرمپ او د دموکرات ګوند نوماندې کامالا هرېس خپلو پلویانو سره ژمنه کړې چې د دغو ټاکنو ګټونکي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس، مېرمن هرېس پلويان په ټاکنو کې د هغې بریالي کېدو ته خوشبینه دي خو بل لور ته بیا ټرمپ وروستۍ نظر پوښتنې ته په کتو هیله لري چې ټاکنې یې ګټلې دي.
ټرمپ د ګرنډ راپیدز میشیګان په وروستۍ ټاکنیزه غونډه کې وویل: «که مونږ خپل خلک راوباسو، خبره خلاصه ده، هیڅوک یې هم په وړاندې کوم څه نشي کولی.»
رویټرز دغه راز لیکلي، د کامالا هرېس د پلويانو د هیلهمندۍ یو دلیل دا دی چې د شنبې ورځې د ټولپوښتنې په پایله کې معلومه شوه چې هغه له خپل سیال ډونالډ ټرمپ څخه مخکې ده.
دا په داسې حال کې ده چې کامالا هرېس یوازې په پنسلوانیا کې د ټاکنیز کمپاین پنځه غونډې لرلې چې د ریدینګ او پیسټبورګ ښارونه هم پهکې شامل وو او دا هغه ښارونه دي چې ټرمپ هم ورغلی دی.
د یادونې وړ ده چې د دموکراتانو نومانده د خپل ټاکنیز کمپاین وروستۍ غونډه د فلادلفیا په یوه هنري موزیم کې ترسره کړه.