د چورلکو په برخه کې د نړۍ په کچه مشهورې تخصصي ورټيکل مجلې چې په انلاین بڼه خپرېږي، راپور ورکړی چې د افغان چورلکو ۱۸ پیلوټان چې پخوا د طالبانو پر ضد جګړه کې اتلان بلل کېدل، اوس هڅه کوي چې نوی ژوند پیل کړي او په متحده ایالاتو کې دالوتنې جواز ترلاسه کړي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکا له وتلو او د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه پیلوټان له هېواده وتلو ته اړ شول او اوس اړتیا ده چې د هوايي چلند صنعت ته د بیا ننوتلو لپاره له فدرالي هوايي چلند ادارې څخه سند ترلاسه کړي.
د دې راپور له مخې، په ټکزاس کې د ویلبال انسټیټیوټ رییس رنډي رولز هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د دې پیلوټانو سره د دوی د جواز اخيستلو لپاره د اړینو سرچینو په برابرولو کې مرسته وکړي.
دغو پيلوټانو لا له وړاندې د امريکا په پوځ کې د طالبانو پر ضد جګړه کې د «بلک هاوک او اېم اېچ-٦ ليټل برډ» چورلکو د کارولو په ګډون د امريکا په پوځي کچه سختې زده کړې کړې دي. خو له هېواد څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو د ګډ وډ وتلو له امله، خپل ډیر اسناد له لاسه ورکړي او دا مهال د کډوالۍ ننګونو او د سندونو د ترلاسه کولو له لوړ لګښت سره مخ دي.
رنډي رولز په خپل انسټیټیوټ کې د دې پیلوټانو په ګمارلو او د دولتي ازموینو لپاره نظري روزنې په چمتو کولو له دوى سره مرسته کړې ده.
هغه وايي چې دغه پيلوټان د امريکا د هوايي چلند په صنعت کې د برياليتوب لپاره لازمه وړتيا او ژمنتيا لري او هيله لري چې دغه صنعت به په راتلونکي کې د مالي مرستو او کاري فرصتونو په برابرولو سره د دغو اتلانو ملاتړ وکړي.
د يادونې وړ ده، چې دغه راپور د ورټيکل، چې د چورلکو په برخه کې يوه مخکښه او معتبره مجله ده، چې د خبرونو او ژورو شننو په ګډون په بېلابېلو برخو کې له تازه مطالبو سره په انلاين ډول خپرېږي، دغه راپور خپور کړى دى.