افغانستان

د ارغواني شنبو غورځنګ: ایران دې د کلګان د پېښې قربانيانو کورنيو ته غرامت ورکړي

د ارغواني شنبو غورځنګ د ایران له حکومته غوښتي چې د ایران د کلګان پېښې د قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکړي.

دغه غورځنګ چې مشري یې مریم معروف آروین کوي، په کابل او تهران کې په اعتراضي غونډو کې ویلي چې د داسې ګام اخیستل به د ایران حکومت د ځواب ویلو لامل شي.

د یاد غورځنګ غړو همدا راز د ايران له حکومته وغوښتل چې له افغان کډوالو سره د نژادپالنې چلند ودروي او د بشري حقونو بنسټونه دې د دغې پيښې د مرګ- ژوبلې د روښانه کولو لپاره يوه خپلواکه او بې پرې څېړنه وکړي.

دغه همداراز غورځنګ په څلور ماده ییز پرېکړه لیک کې د ایران له حکومته غوښتي چې د قربانیانو کورنیو ته بېړنی غرامت ورکړي او د ټپیانو او د قربانیانو د جسدونو د لېږد کې مرسته وکړي.

د ارغواني شنبو د غورځنګ يوه غړې وايي: «د بې ګناه افغان کډوالو ډله ییزې وژنې نه یوازې د لسګونو بې دفاع خلکو ژوند اخیستی، بلکې د افغانانو په بدنونو او د قربانیانو په کورنیو کې یې ژور روحي داغونه پرېښي، نو موږ د ایران د حکومت له خوا د قربانیانو کورنیو ته د بېړني تاوان، د ټپیانو درملنه او افغانستان ته د قربانیانو د جسدونو د لېږد غوښتنه کوو. که څه هم دا اقدامات بشپړ عدالت نه شي تأمينولى، خو د ځواب ورکولو په لور د اسلامي جمهوریت يو اړین ګام ګڼل کېدای شي.»

دغه غورځنګ په پرېکړه ليک کې همدارنګه ادعا کړې، چې طالبان هڅه کوي د دې پېښې د تلفاتو په کم ښودلو د ايران له حکومته امتيازات ترلاسه کړي.

د دوی په وینا، د بشري حقونو سازمانونه او ملګري ملتونه باید د دغې پېښې په اړه خپلواکه او بې پرې څېړنه وکړي او د افغان کډوالو د وژنې د روښانه کولو لپاره یوه ګډه کمېټه جوړه کړي.

د  دغه غورځنګ يو بله غړې وايي: «موږ د ایران له اسلامي جمهوریت رسمي ژمنه غواړو چې د افغان کډوال وژنه بیا تکرار نه کړي او د دې هېواد په پولو کې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره جدي اقدامات ترسره کړي؛ ځکه په دې سیمه کې انساني قاچاق د قاچاقبرانو او د ایران د حکومت د ځینو عناصرو لپاره تور کاروبار او د عاید سرچینه ګرځېدلې ده، چې انساني او مالي لګښتونه یې تل د بې ګناه افغان کډوالو له خوا ورکول کېږي.»

په ورته وخت په ایران کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې په دغه هېواد کې د کډوالۍ ضد اقدامات ډېر شوي او د ایران حکومت باید له افغان کډوالو سره نژادپاله چلند ودروي.

تر دې مخکې د ایراني پوله ساتو له خوا د ایران په کلګان کې د افغان کډوالو پر یوې ډلې د ډزو راپورونه خپاره شوي وو.

په همدې حال کې د طالبانو د حقیقت موندنې ډلې د لړم په ۱۰مه او له دوه اونیو څېړنو وروسته وویل چې په دې پېښه کې یوازې ۲ تنه وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.

له بل پلوه، د ایران حکومت دغه پیښه په بشپړه توګه رد کړې او د ایران له خوا د خپرو شویو ارقامو په اړه یې کوم غبرګون نه دی ښودلی.

له دې ټولو سره سره، د طالبانو پلاوي ویلي چې په دې اړه پلټنې لا هم روانې دي.