طالبانو په تخار کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان د خلکو د سترګو په وړاندې د «نامشروع اړيکو» په تور په درو ووهل.
د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د دغه ولایت په فرخار ولسوالۍ کې نارینه او ښځه هر يو په «۳۹ درو» ووهل.
طالبانو په تېره یوه میاشت کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۹۰ کسان په بېلابېلو تورونو په درو وهلي دي.
له دې وړاندې ملګرو ملتونو په خپل درې میاشتني راپور کې، چې له جولای څخه تر سپټمبر پورې (د چنګاښ له ۱۱ څخه د تلې تر ۹پورې) موده تر پوښښ لاندې نيسي، ویلي چې په دې موده کې او په تېرو درېیو میاشتو کې طالبانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۱۱۱ تنه په «عام محضر» کې په درو وهلي دي.
د دغه راپور په یوه برخه کې چې د طالبانو له خوا د خلکو د جسمي مجازات يې مستند کړي، راغلي چې طالبانو په دې موده کې ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځې او یوه نجلۍ په درو وهلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم د طالبانو لخوا بدني سزا غندلې او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو په محکمو کې عادلانه قضايي جوړښت ته د لاسرسي نشتوالي له بشري حقونو د سرغړونو په اړه ژورې اندېښنې راپارولي دي.