افغانستان

د کاناډا ځانګړى استازى: که طالبان د ښځو پر حقونو لګېدلي محدوديتونه لرې نه کړي، محکمې ته به وپېژندل شي

د افغانستان په چارو کې د کاناډا ځانګړی استازی ډیویډ سپرول وايي، که طالبان د بشري حقونو په ځانګړي ډول پر ښځو لګېدلې محدودیتونه لرې نه کړي، استرالیا، هالنډ، جرمني او کاناډا به د «د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د منعې له کنوانسیون څخه د سرغړونې قضیه د عدالت نړیوالې محکمې ته راجع کړي.»

ښاغلي سپرول له کاناډايي ورځپاڼي ګلوب اينډ میل سره په مرکه کې ویلي چې دغو هېوادونو له طالبانو سره دغه  موضوع شريكه کړې ده، خو تر اوسه په دې اړه د دوی له خوا کوم ځواب نه دی ترلاسه شوی.

هغه په دې مرکه کې زیاته کړې چې د «طالبانو له سختو حکمونو» سره سره بیا هم د افغانستان راتلونکي ته هیله من دی.

د کاناډا ځانګړى استازى زياتوي چې دى په افغانستان کې د هغه څه سره چې طالبان يې د ښځو پر وړاندې ترسره کوي په “کلکه” مخالفت کوي.

ډېوېډ سپرول وايي، «طالبان له د خپل تېرې واکمنۍ په پرتله هېڅ بدلون نه دی کړی او په ورته وخت کې دوی د نړیوالې ټولنې له خوا د رسميت پېژندلو په لټه کې دي.»

هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې د طالبانو چلند «افراطي» دی؛ خو طالبان فکر کوي چې د دوی ذهنیت او تصور په بشپړه توګه «منطقي» دی.

د هغه په ​​وينا، طالبان غواړي چې نړيواله ټولنه يې په خپلو شرايطو وپېژني؛ خو دا ممکنه نه ده؛ ځکه طالبان له نړیوالو ارزښتونو او بشري حقونو سره لېوالتيا نه لري.

د يادونې وړ ده، چې د سپټمبر په مياشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې کاناډا، جرمني، اسټراليا او هالنډ د حساب ورکولو لپاره د طالبانو  اړ اېستلو لپاره د ښځو پر وړاندې د تبعيض له امله د يوې قضيې په اړه چې بايد د عدالت نړيوالې محکمې ته واستول شي، حقوقي کمپاين پيل کړ.

په دې کمپاین کې د جرمني، هالنډ، استرالیا او کاناډا د بهرنیو چارو وزیرانو طالبان د ښځو پر وړاندې د دوی د چلند له امله «د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د منع کنوانسیون سرغړوونکي» بللي او ویلي یې دي چې د عدالت نړیواله محکمه کې به پر طالبانو به عريضه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په هېواد کې د خپلې درې کلنې واکمنۍ پر مهال د ښځو پر حقونو د محدودیتونو له لګولو وروسته «د امربالمعروف او نهى عن المنکر قانون» تر سرلیک لاندې د یو نوي قانون په تصویب سره د اتباعو پر حقونه، په ځانګړې توګه پر ښځو سخت محدودیتونه او ممانعتونه وضع کړل.

د طالبانو په دغه قانون کې په عامه ځایونو کې د ښځو غږ او مخونه منع او حرام بلل شوي دي.

په وروستي مورد کې د کورنیو چارو وزیر خالد حنفي طالبانو ته ویلي وو چې بالغې ښځې حق نه لري چې د نورو ښځو په مخ کې چې هغه هم بالغې وي، تلاوت یا قراٸت وکړي. یوه مسله چې د طالبانو د نورو بندیزونو ترڅنګ د افغان ولس او دیني عالمانو له توند او پراخ غبرګون سره مخ شوې ده.

خو د کاناډا ځانګړى استازى وايي، چې په افغانستان کې دننه له خلکو سره د طالبانو چلند او رويې په اړه سختې اندېښنې شته او په باور يې چې د افغانانو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره به پر طالبانو فشارونه ډېر شي.