په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال عباس ستانکزي سره وکتل.
ښاغلي شینګ پر اېکس لیکلي دي چې د چین او طالبانو ترمنځ دوه اړخېزې اړیکې د دې خبرو اترو د تمرکز موضوع وه.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته چین طالبانو ته نږدې يو له نږدې هېوادونو څخه ګڼل کېږي او دغه هېواد هم له دوی سره خپلې اړیکې زیاتې کړې دي.
خو په ورته وخت کې، چین، د روسیې، پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو په ګډون په کازان کې د برېکس په وروستۍ غونډه کې، د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو په تامینولو، له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پر پرې کولو او د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د خاورې په نه کارولو هم ټینګار کړى دى.
سره له دې چې چین د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په کابل کې خپل سفارت هم فعال ساتلی او په خپل هېواد کې یې د طالبانو د سفیر باورليک منلی دی. خو تر اوسه يې طالبانو په رسمیت نه دی پېژندلي.
بشري حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه، له «ترهګرو» ډلو سره د اړیکو پرې کول، د یوه ټول ګډونه حکومت جوړول او په حکومتولۍ کې د خلکو ګډون هغه څه دي چې نړۍ یې د طالبانو ته د رسمیت پېژندلو لپاره د شرطونو په توګه اېښي دي.