افغانستان

افغانستان په تېرو درېیو کالونو کې ۷.۶ میلیارده ډالره مرسته ترلاسه کړې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، چې د طالبانو له بېرته راتګ وروسته له افغانستان سره شپږ میلیارده اووه سوه میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کړې  ده.

د ملګرو ملتونو د دغه سازمان په نوي تحلیل کې راغلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو زیاتوالي په هېواد کې مرستو ته اړتیا زیاته کړې او افغانستان لا هم جدي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا زیاته کړه، چې د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال له وږي میاشتې تر اوسه پورې طالبانو ۷۱ فرمانونه صادر کړي، چې په بشري فعالیتونو یې ناوړه اغېز کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په افغانستان کې د اقتصاد، روغتیا، د خوړو د خوندیتوب او د ماینونو د تلفاتو په ګډون په څو برخو کې نوي شمېرې خپرې کړې دي.

که څه هم په دې تحليل کې ويل شوي، چې دې مرستو افغانستان له قحطۍ ژغورلی، خو د اوچا په وينا، لا هم په هېواد کې بشري او اقتصادي بحران شتون لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، طالبانو له ۱۴۰۰ هجري لمریز کال راهیسې تر اوسه ۷۱ فرمانونه صادر کړي، چې په بشري چارو یې ناوړه اغېز کړی او په افغانستان کې یې د ښځو حضور په نښه کړی دی.

د اوچا د تحلیل  په یوه برخه کې راغلي:«له ۲۰۲۱ زیږدیز کال پورې، د ۳۹۲ فرمانونو څخه ۷۱ چې په بشري عملیاتو اغېزه کوي مستقیماً د افغان ښځو ګډون په نښه کوي. سره له دې چې دا د پام وړ ننګونو سره مخ شوي، بشردوستانه فعالانو په نه ستړي کېدونکي ډول کار کړی ترڅو د بشردوستانه کړنو په ټولو اړخونو کې د افغان ښځو ګډون د ارزونې څخه تر مدافع او څارنې پورې ډاډمن کړي»

د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر د تحلیل په یوه برخه کې د افغانستان د روغتیايي سیستم د سقوط خبرداری ورکړل شوی دی.

بل خوا يو شمېر ښځې او نجونې د ښځينه ډاکټرانو کمښت او روغتيايي خدمتونو ته نه لاسرسى خپلې جدي ستونزې ګڼي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وړاندوینه کړې چې له لړم څخه د روان کال تر پایه به په افغانستان کې شاوخوا پنځلس میلیونه وګړي چې د دغه هېواد د نفوس ۳۲ سلنه جوړوي، د خوراکي توکو د ناخوندیتوب تر ټولو سخت حالت سره مخ شي. د اوچا په وینا، د طالبانو له خوا پر ښځو محدودیتونو مرستو ته اړتیا زیاته کړې ده