افغانستان

هرېس خپل ټاکنیز کمپاین پر یووالي او عدالت باندې په ټینګار سره پای ته ورساوه

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالات به نن (د لړم ۱۵مه) د جمهوري ریاست د ټاکنو شاهدان وي، په دې ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماندې کامالا هرېس د خپل کمپاین په وروستۍ غونډه کې د تورپوستو او عربو امریکایانو یوې ډلې ته په ميشیګان کې په وینا کې یووالي او عدالت په پیغام ټینګار وکړ؛ خو ټرمپ په پنسلوانیا کې په یوه ګڼه ګوڼه کې د ډونلډ ټرمپ بیا هم خپل تاوتریخوالی وساته او لفظي بریدونه یې پیل کړل.

د اسوسېټېډ پرېس په وینا، کامالا هرېس د میشیګان ایالت په پوهنتون کې په یوه راټولېدنه کې له رایې ورکوونکو وغوښتل چې خپل ملګري رايه ورکولو ته وهڅوي.

په ورته وخت کې، ډونلډ ټرمپ په پنسلوانیا کې په خپله وینا کې د امریکا اوسنی حالت یو «ماتې خوړونکب ملت» وباله او ویې ویل چې د ۲۰۲۰ کال له ټاکنو وروسته باید له سپینې ماڼۍ نه وای وتلی.

ښاغلي ټرمپ همداراز دیموکرات ګوند «شيطاني» ونوماوه.

دا په داسې حال کې ده، چې هرېس په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې متحده ایالات د «نوي پیل» لپاره چمتو دي او باید خپل سياستونه د یووالي او هيلې پر بنسټ تعقیب کړي.

کامالا هرېس چې د جولای په میاشت کې یې د ډیموکراټ ګوند مشري په غاړه اخیستې، وکولای شول چې د ډیموکراټانو او حتی د ځینو جمهوري غوښتونکو پراخ ملاتړ راجلب کړي، د میشیګان ایالت ته د خپل وروستي ټاکنيز سفر په ترڅ کې د یووالي او همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ. د سقط د حقونو لپاره د خپل ملاتړ په ګوته کولو سره يې هڅه کړې چې د ځوانانو او نورو مهمو دیموکراتیکو بنسټونو ملاتړ راجلب کړي.

د اسوشېټېډ پرېس په وینا، دا وروستی کمپاین د آغلې هرېس لپاره یو فرصت و چې په ميشیګان کې د لوی عرب-امریکایی ټولنې په ګډون پراخه مخاطبينو ته ورسېږي چې د غزې په جګړه کې د اسراٸیلو لپاره د امریکا له دوامدار ملاتړ څخه ناخوښه دي او ژمنه یې وکړه، د ولسمشرې په توګه به د فلسطین د خلکو د حقونو ملاتړ وکړي.

د يادونې وړ ده، چې په مهمو ایالتونو لکه میشیګان، پنسلوانیا او ویسکانسن کې سخته سیالي کولای شي د امریکا د ټاکنو برخلیک وټاکي.

په دې ټاکنو کې دیموکرات نومانده هڅه کوي چې په دې ایالتونو کې د یووالي په رامنځته کولو او د رایې ورکولو په هڅولو سره د دغه ګوند د پلویانو لپاره لاره هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې  نظر پوښتنو د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د دغو دوو نوماندانو ترمنځ نژدې سیالي ښيي. هرېس د ښځو د پام وړ ملاتړ سره مخته روانه ده؛ پداسې حال کې چې ټرمپ د لاتیني نارینه وو په منځ کې ډیر ځواک ترلاسه کړی.