د مالدیف حکومت اعلان کړی چې په اسلام آباد کې د طالبانو له سفیر سره په پاکستان کې د دغه هېواد د سفیر محمد طاها وروستۍ رسمي ناسته «بې اجازې» وه.
د مالدیپ د حکومت لخوا دا خبرپاڼه وروسته له هغې خپره شوه چې د دغه هېواد د سفیر او په پاکستان کې د طالبانو د سفیر احمد شکیب تر منځ د لیدنې انځورونه په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې خپاره شول چې ویل شوي وو چې دا لیدنه «په رسمي ډول» ترسره شوې ده.
د مالدیف د رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د حکومت په دغه رسمی خبرپاڼه کې ټينګار شوی، چې دغه کتنه «غیر رسمی» وه او د دغه هېواد د حکومت د چارواکو له منظورۍ پرته ترسره شوې ده.
د دغو راپورونو پر بنسټ، د مالدیف حکومت ویلي چې د دې مسلې په ځواب کې یې لازم اقدامات کړي دي، خو د دغو اقداماتو جزیات نه دي خپاره شوي.
مالدیف د ملګرو ملتونو منشور په استناد په دغه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د افغانستان د رسمي حکومت په توګه د طالبانو واکمني په رسمیت نه پېژني او دا لیدنه «غیر رسمي» وه او د دغه هېواد له سياست سره اړخ نه لګوي.
په ورته وخت کې په متحده عربي اماراتو کې د مالدیف پخواني سفیر محمد فیصل د دغه هېواد د حکومت پر څرګندونو نیوکه کړې او ویلي يې دي، چې دا څرګندونې د ډیپلوماتیکو رويو ښکارندويي نه کوي.
هغه ټینګار وکړ چې سفیران معمولا د نورو ډیپلوماټانو یا چارواکو سره د لیدو لپاره مخکينۍ اجازې ته اړتیا نلري. د ښاغلي فیصل په وینا، دا ادعا چې دا ناسته «غیر رسمي» ده د منل شویو ډیپلوماتیکو پروتوکولونو سره په ټکر کې ده.
ښاغلي فیصل دغه راز په عکسونو کې د نورو دیپلوماتانو شتون ته په اشارې ويلي، چې دا ناسته په رسمي توګه ترسره شوې او په دې توګه یې په دې اړه د حکومت دریځ تر پوښتنې لاندې راوست.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد او سازمان په افغانستان کې د طالبانو واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې او د نړۍ یو شمېر هېوادونو تر اوسه د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان ته د سفیر له لېږلو ډډه کړې ده.
د طالبانو له خوا له حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو له بنسټیزو حقونو څخه سرغړونه او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو په پرې کولو کې پاتې راتلل هغه مهمې مسلې دي چې تل یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو نيوکٸ راپارولې دي.