افغانستان

اېکسپرېس ټریبیون: د طالبانو وروستی حکم په عامه فضا کې د ښځو پر وروستي سکون برید دی

عکس از محتسبان امر به معروف طالبان

د هند اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د طالبانو وروستی فرمان چې له مخې یې ښځې د نورو ښځو تر څنګ د لمانځه له حق څخه محرومېږي، نه یوازې دا چې د فردي بنسټیزو حقونو یوه بله سرغړونه ده؛ بلکې د افغانستان په عامه ځایونو کې د ښځو پر وروستي سکون برید دی.

په راپور کې راغلي چې دا فرمان د «د ښځو ځپنه د ښځو د نه لیدو» کلتور منعکسوي او دا یادونه کوي چې له ښځو د طالبانو د کلونو «کرکه او محرومیت» به ډیر ژر څرګند شي.

تر دې مخکې د طالبانو د امربالمعروف او نهى عن المنکر وزیر خالد حنفي طالبانو ته ویلي و چې د یوې ښځې له خوا د بلې ښځې تر څنګ د قرآن تلاوت، قراٸت او په لوړ غږ لمونځ کول حرام او منع دي.

د اېکسپرېس ټریبیون په راپور کې راغلي: «له درې کلونو راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، افغان ښځې په سیستماتیک ډول له منځنيو او لوړو زده کړو، عامه پارکونو ته له لاسرسي او د کار له فرصتونو محرومې شوې دي. دا ښځې تر ډېر فشار لاندې دي او نه شي کولی له بشپړ پوښښ پرته له کور څخه ووځي او نه هم په عام محضر کې خبرې کولی شي.»

د دې ورځپاڼې په وینا، د طالبانو نوی فرمان چې په کې راغلي چې ښځې نه شي کولای آن د لمانځه پر مهال هم خپل غږ واوروي، د «ښځو د حقونو د ځپنې» پر لور یو بل ګام دی.

د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، که طالبان ښځې له زده کړو او لوړو زده کړو څخه منع کولو ته ادامه ورکړي، د افغانستان اقتصاد به تر ۲۰۶۶ کال پورې له ۹،۶ میلیارد ډالرو زیان سره مخ شي. په ورته وخت کې پر ښځو دغه بندیزونه او محدودیتونه له وخت مخکې زیږون او په هېواد کې د میندو د مړینې خطر زیاتوي.

په دغه راپور کې راغلي چې دغه وضعیت نه یوازې د ښځو حقونو ته زیان رسوي؛ بلکه، دا هغه کلتور ښکاندويي کوي چې غواړي د ښځو مقاومت او وجود له منځه یوسي. د طالبانو نوی فرمان په ځانګړې توګه هغه پیوستون او آرامتیا ته زیان رسوي چې ښځې کولای شي له یو ځای لمونځ کولو څخه يې ترلاسه کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر مخکې ویلي وو چې بالغې ښځې حق نه لري چې د نورو بالغو ښځو په مخ کې تلاوت وکړي. یوه مسله چې د طالبانو د نورو بندیزونو ترڅنګ د افغان ولس او دیني عالمانو له توند او پراخ غبرګون سره مخ شوې ده.