د طالبانو له خوا د خلکو د جسمي مجازاتو په دوام په ننګرهار ولایت کې یو سړی او یوه ښځه د «زنا» په تور د خلکو د سترګو په وړاندې په دُرو ووهل شول.
د طالبانو تر ادارې لاندې د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو کسانو ته د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د محکمې د پرېکړې پر بنسټ سزا ورکړل شوې ده.
د دې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه کسان هر یو ۳۵ او ۳۹ درې وهل شوي دي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر دې مخکې په غزني ولایت کې یو کس د په عام محصر کې د «نامشروع اړیکو» په تور په دُرو وواهه.
ملګرو ملتونو په خپل درې میاشتني راپور کې، چې له جولای څخه تر سپټمبر پورې (د چنګاښ له ۱۱ څخه د تلې تر ۹پورې) موده تر پوښښ لاندې نيسي، ویلي چې په دې موده کې او په تېرو درېیو میاشتو کې طالبانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۱۱۱ تنه په «عام محضر» کې په درو وهلي دي.
د دغه راپور په یوه برخه کې چې د طالبانو له خوا د خلکو د جسمي مجازات يې مستند کړي، راغلي چې طالبانو په دې موده کې ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځې او یوه نجلۍ په درو وهلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم د طالبانو لخوا بدني سزا غندلې او د بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو په محکمو کې عادلانه قضايي جوړښت ته د لاسرسي نشتوالي له بشري حقونو د سرغړونو په اړه ژورې اندېښنې راپارولي دي.