د طالبانو تر ادارې لاندې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د لړم په ۱۲مه د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د ګازو په یوه شرکت کې د اور لګېدنې له امله دوه تنه مړه او ۱۰۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې پېښه کې ۸۱ تنه سطحي ټپیان شوي دي.
د دې ادارې د لومړنیو شمېرو له مخې، شرکتونو، سوداګرو او کسبګرو ته څه باندې یو میلیون او ۲۰۰ زره ډالره مالي زیان اوښتی دی.
دغه راز ياده اداره وايي، چې دغه اورلګېدنه د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ په قلعه حيدر خان سيمه کې رامنځته شوې ده.
دغه اورلګېدنه د لړم په ١٢مه د کابل ښار لوېديځ ته د پغمان ولسوالۍ د ګازو په يوه شرکت کې رامنځته شوه.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې د ګازو د ټانکر يو برخه له پېښې دوه کیلومتره لرې غورځېدلې ده چې ځايي خلکو ته یې زیان اړولى دى.