افغانستان

ایران په یوه میاشت کې ۱۳ افغانان اعدام کړل

عکس از آرشیف

د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چې دغه هېواد د اکتوبر په میاشت کې لږ تر لږه ۱۶۶ کسان اعدام کړي، چې ۱۳ افغانان هم پکې شامل دي.

دغه سازمان وايي، دغه احصایه په تېرو کلونو کې په ایران کې د اعدامونو د شمېر په پرتله بې سارې ده.

د دغه سازمان په وینا په دغه هیواد کې په اعدام شویو کسانو کې شپږ ښځې او یو ایران الاصله جرمني وګړى هم شامل دی.

د دغه راپور پر بنسټ، دغه اعدامونه اکثره د « قصدي قتلونو، د نشه یي توکو په تړاو جرمونو او د واکمن رژیم پر ضد د وسله والې مبارزې په قضیو کې ترسره شوي دي.»

په دغه راپور کې ویل شوي، چې یو زنداني د رواني اختلالاتو او د رواني ناروغیو په روغتون کې د بستري کېدو مخينې لرلو سربېره اعدام شوی دی. خو هويت يې معلوم نه دی.

د ایران د بشري حقونو د سازمان د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو لسو میاشتو کې په ایران کې د افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۶۵۱ کسان اعدام شوي دي.