د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون وايي، سږ کال په ټوله نړۍ کې ۱۲۲،۶ میلیونه کسان په جبري توګه بې ځایه شوي دي.
که څه هم دغه سازمان په مشخص ډول له هېواد څخه د افغان اتباعو د کډوالۍ د شمېرو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د نړیوالو سازمانونو د پخوانیو راپورونو پر بنسټ افغانستان او سوریه د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې په نړۍ کې تر ټولو زیات کډوال لري.
تر دې مخکې په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېسيون په غونډه کې ویلي وو چې په هېواد کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته تر ۸ میلیونو ډېر کسان له افغانستانه وتلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر ګړندی کړی او پاکستان هم دغه بهیر ته دوام ورکړی دی.
له بلې خوا په ایران او پاکستان کې مېشت یو شمېر هېوادوال هم د دغو دوو هېوادونو د پولیسو له خوا له انساني ارزښتونو او د پناه غوښتونکو له حقونو څخه د سرغړونې شکایت کوي.
په همدې حال کې د ایران په خراسان رضوي کې د بهرنیو اتباعو او کډوالو د ادارې مشر حسین شرافتي راد ویلي چې په دې وروستیو کې د دغه هېواد له دوغارون پولې څخه هره ورځ تر درې زرو زیات افغان کډوال اېستل کېږي.
ښاغلی شرافتي راد زیاتوي چې له ایران څخه د افغان کډوالو په شړلو کې د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
په ورته وخت کې، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېسيون په وینا، دا کډوال اکثرا د ځورونې، جګړې، تاوتریخوالی، بشري حقونو سرغړونو یا پېښو له امله کډوال کېږي چې عامه نظم په جدي توګه ګډوډ کوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېسيون د راپور له مخې، سږ کال په نړۍ کې د کډوالو شمېر د تېر کال په پرتله ۵ سلنه (۵،۳ میلیونه کسانو) ډېر شوی دی.