افغانستان

ایرانی چارواکی: هره ورځ تر درې زرو ډېر افغان کډوال د ایران له دوغارون بندره اېستل کېږي

د ایران د رضوي خراسان د بهرنیو اتباعو او کډوالو د ادارې مشر حسین شرافتي راد وايي چې هره ورځ له درې زرو څخه زیات افغان کډوال د دغه هیواد له دوغارون پولې څخه اېستل کیږي.

ښاغلی شرافتي راد زیاتوي چې له ایران څخه د افغان کډولو په اخراج کې د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، نوموړي پرون (شنبه،د لړم ۱۲مه) د خراسان رضوي ولايت تايباد ښار ته د سفر پر مهال ويلي، چې اړتيا ده په دغه سيمه کې له افغانستانه د اېستل شويو کډوالو لپاره يو کمپ جوړ شي.

ښاغلی شریفي راد زیاتوي چې د دغه کمپ د جوړولو لپاره ۲۰ هکتاره ځمکه پلان شوې چې د ایران د اړوندو دولتي بنسټونو همکارۍ ته اړتیا لري.

خراسان رضوي د بهرنيو اتباعو او کډوالو دچارو رٸيس وايي چې د روان کال ترپايه پورې له ايران څخه دافغان کډوالو نيول، راټولول او شړل ددغه هېواد د دولت له لومړيتوبونو څخه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ايران د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر ګړندی کړی او پاکستان هم دغه بهیر ته دوام ورکړی دی.

له بلې خوا په ایران او پاکستان کې مېشت یو شمیر هېوادوال هم د دغو دوو هېوادونو د پولیسو له خوا له انساني ارزښتونو او د پناه غوښتونکو له حقونو څخه د سرغړونې شکایت کوي.