روغتیا

یونېسف: په افغانستان کې ۶.۱ میلیونه خلک «اړينو روغتیايي خدمتونو» ته لاس رسی لري

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان تر ملاتړ لاندې د یوه روغتیايي مرکز انځور

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي چې اوس مهال په ټول افغانستان کې ۶.۱ میلیونه وګړي «اړينو روغتیايي خدمتونو» ته لاس رسی لري.

دغه صندوق پر اېکس لیکلي، چې د سپټمبر په میاشت کې یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۲زره۴۰۰ روغتیايي مرکزونو سره مرستې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان مخکې اعلان کړی و، چې د ښځینه ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو پر کار د طالبانو بندیزونو د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي وو، چې له افغانستان سره مرسته کوونکي هېوادونه سږ کال د طالبانو له خوا د لګول شویو بندیزونو او په ځانګړې توګه د ښځو پر کار د بندیزونو له امله خپلې مرستې کمې کړي دي.

دغه سازمان ویلي دي چې د دغو مرستو په کمېدو سره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د بودیجې له سخت کمښت سره مخ شوي او دا مسله به په افغانستان کې بشري وضعیت لاپسې خراب کړي.