د یوې اوږدې سیالۍ وروسته، کمي بیډنک د برېټانيا د محافظه کار ګوند د لومړنۍ تورپوستي او افریقایي ښځینه مشرې په توګه وټاکل شوه.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې هغه لومړنۍ تورپوستي ښځه ده چې په برېټانيا کې د یوه لوی ګوند مشري کوي او د مېرمن بيډناک ټاکل په دغه ګوند کې یو تاریخي ټاکنه بلل کېږي.
کمي بيډناک په دې سیالۍ کې د ۱۲زره۴۱۸ رایو په توپیر رابرټ جنریک ته ماتې ورکړه څو د ریشي سوناک ځای ناستی شي.
آغلې بیډناک ژمنه کړې چې د ګوند په نوي کولو سره به هغه رایې ورکوونکي بیرته راجلب کړي چې په تېرو ټاکنو کې يې محافظه کار ګوند پریښى دى.
آغلې بيډناک له بریا وروسته په خپله وینا کې وویل: «اوس د دې وخت دی چې ګوند خپلو بنسټیزو اصولو ته راستون شي او خپلې دندې ترسره کړي.»
هغې ټینګار وکړ چې محافظه کار ګوند د برېټانيا د بریالیتوب لپاره مهم دی. خو د اورېدلو لپاره، باید په خپلو تېرو تېروتنو اعتراف وکړي.
آغلې بیډناک همداراز جنریک ته په سیالۍ کې د هغه د هڅو له امله مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې هغه به د ګوند په نوي ټیم کې مهم رول ولوبوي.
د يادولو وړ ده، چې د بيډناک ټاکل به هغه له سترو ننګونو سره مخ کړي. ځکه چې هغه د يوه پاشل شوي ګوند متحدولو او د کایر سټارمر د کارګر حکومت پروړاندې یو اغیزمن اپوزیسیون رامینځته کول پر غاړه لري.