افغانستان

 د مدني ټولنې د ملاتړ اداره او خبریالان: نړیواله ټولنه په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه بې پروا ده

په ایران کې د مدني ټولنې د فعالانو او خبریالانو یوې ډلې چې ځانونه د «مدني ټولنې او ژورنالیستانو د ملاتړ سازمان» غړي بولي، په یوه مشورتي غونډه کې ويلي چې دوی له درېیو کالونو راهیسې په ایران کې له زرګونو دردونو او کړاوونو سره مخ دي. خو نړیوال بنسټونه او سازمانونه ورته هیڅ پام نه کوي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي: «ښځې د ټولنې نیمه برخه ده؛ خو نړیوالو بنسټونو دوی هېرې کړي دي.»

د هیواد یو ژورنالیست او د بشري حقونو فعال امید پویا وايي: «موږ څو څو ځله په ایران کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته مراجعه وکړه ترڅو دوی زموږ ستړي او نا هيلې غږونه واوري. خو نه یوازې دا چې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو هیچا هم زموږ ناوړه او جلاوطنه حالت ته پام نه دی کړی. بلکې دوی موږ هېر کړي يو او په دغو ادارو کې د افغان کډوالو په اړه دوه ګونی نظر موجود دی.»

دغه سازمان له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې په جلاوطنۍ کې د افغانستان خبريالان او مدني ټولنې هېرې نه کړي. ځکه دوی په ایران کې خونديتوب نه لري.

دغه افغان فعالان او خبریالان غواړي چې د دوی د کډوالۍ دوسیې وڅېړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته د مدني ټولنې يو زيات شمېر فعالان، خبريالان، حقوقپوهان او د پوهنتون استادان د لوېديځو هېوادونو په موخه له افغانستانه ووتل. خو تر اوسه پورې په درېيمو هېوادونو لکه ايران او پاکستان کې د دوی د پناه غوښتنې قضيې بې برخليکه پاتې دي.