په استانبول کې د «ملي خبرو اترو بهیر» دوه ورځنۍ غونډه د تړلو دروازو تر شا پای ته ورسېده، هغه غونډه چې د سرچینو په وینا د ترکیې ملاتړ هم ورسره و.
په دې ناسته کې د تېر حکومت یو شمېر سیاسي څېرو او یو شمېر هغه کسان چې له افغانستانه رابلل شوي وو او له طالبانو سره نږدې اړیکې درلودې، ګډون کړی وو.
د دې غونډې مشري حکمت خلیل کرزي، مصطفی مستور او ادریس زمان کوله.
دغه غونډه له کومې وروستۍ اعلاميې پرته پای ته ورسېده، خو د ترسره کېدو یوه موخه یې په افغانستان کې دایمي ثبات راوستل ياد شوي دي.
د ملي خبرو اترو لومړۍ ناسته:
ـ دا ناسته د دوو ورځو لپاره (پنجشنبه او جمعه) جوړې وه.
ـ دا ناسته په استانبول کې په داسې حال کې جوړه شوې وه چې طالبانو ته نږدې څېرو، د تېر حکومت د ځینو سیاستوالو؛ پکې ګډون کړی و.
ـ دغه غونډه د رسنیو له شتون پرته د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه.
ـ د دې غونډې موخه د اوسني وضعیت بیاکتنه او د ثبات ترلاسه کول ياد شوي دي.
– دا غونډه پرته له کومې اعلامیې او پایلې پای ته ورسېده.
جعفر مهدوي چې له کابل څخه یې په دې غونډه کې ګډون کړی، له طالبانو غوښتي چې د افغانستان د اتباعو تر منځ د خواخوږو خبرو لپاره زمینه برابره کړي.
جعفر مهدوي چې له کابل څخه یې په دې غونډه کې ګډون کړی، له طالبانو غوښتي چې د افغانستان د اتباعو تر منځ د خواخوږو خبرو لپاره زمینه برابره کړي.»
په ورته وخت کې د افغانستان د ملي ګوند مشر جعفر مهدوي وايي: «زه هیله لرم چې د طالبانو چارواکي په دې ارزښتناکه اسلامي او ملي طریقه درک کړي او د همغړو خبرو لپاره د مناسب کړنلارې په برابرولو کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.»
سرچینې آمو ته تایید کړې، چې په دې غونډه کې له افغانستان څخه د جعفر مهدوي او عبدالقیوم سجادي ترڅنګ شکریه بارکزۍ، فوزیه کوفي او شاه ګل رضايي په ګډون د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان هم بلل شوي وو.
سرچينې همداراز تاييد کړې، چې په دې غونډه کې د افغانستان د پخواني حکومت د ځينو سياسي ګوندونو د استازو په ګډون شاوخوا ۵٠ کسانو ګډون کړى وو.
د دې غونډې برخه والو نه غوښتل چې جزئیات یې خپاره شي او دا غونډه له رسنیو له پوښښ لیرې پاتې وه.
د هېوادوال د دغو غونډو د پایلو په اړه داسې نظر لري.
د کابل يوه اوسېدونکې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وايي: «هغه غونډې چې د افغانستان په اړه جوړې شوې دي، د ښځو پر وضعيت، بشري حقونو او د هېواد د سياسي وضعيت په ښه والي کې يې هېڅ مثبته اغېزه نه ده کړې. زموږ هیله دا ده چې په ټولو غونډو کې د افغانانو رښتینې هیلې په پام کې ونیول شي.»
تر دې وړاندې هم درې ډلو د افغانستان د حالاتو په اړه بېلابېلې غونډې کړې دي.
د دوحه نې؛ تر دې دمه د ملګرو ملتونو له خوا درې ځلې د افغانستان په اړه غونډه شوې ده.
د دوحې ناسته د افغانستان په محور:
– د دوحې لومړۍ غونډه د ۱۴۰۲ کال د غويي په میاشت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي، د ځینو هېوادونو د استازو او د طالبانو له حضور پرته جوړه شوه؛
-د دوحې دویمه ناسته د ۱۴۰۲ کال د سلواغې په میاشت کې د طالبانو له شتون پرته او د ملګرو ملتونو په کوربه توب ترسره شوه.
– د دوحې درېیمه غونډه د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ په میاشت کې د طالبانو او د سیمې او نړۍ د شلو هېوادونو د استازو په حضور کې جوړه شوه.
په همدې ډول د مسکوفارمټ غونډه د افغانستان په اړه د روسیې، چین او ایران له داستانونو سره هم شپږ ځل غونډې جوړې شوې دي.
د افغانستان په محور د مسکو فارمټ غونډې:
– د مسکو فارمټ لومړۍ ناسته په ١٣٩٦ کال کې د طالبانو د پلاوي په شتون کې ترسره شوه.
– د مسکو فارمټ دوهمه ناسته په ١٣٩٨ کال کې د طالبانو د پلاوي په شتون کې ترسره شوه؛
– د مسکوفارمټ درېیمه غونډه په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو د یوه استازي په حضور کې جوړه شوه.
د مسکو فارمټ څلورمه غونډه په ۱۴۰۲ کال کې د یو شمېر هېوادونو او د طالبانو د پلاوي په حضور کې جوړه شوه.
– د مسکو فارمټ پنځمه غونډه په ۱۴۰۲ کال کې د روسیې په کازان ښار کې د طالبانو د پلاوي په شتون کې جوړه شوه؛
– د مسکو فارمټ شپږمه غونډه په ۱۴۰۳ کال کې د روسیې په کوربه توب او د طالبانو د پلاوي په ګډون جوړه شوه.
د دې ټولو غونډو موخه د افغانستان د روان بحران په اړه د سیاسي حل او سیمه ییزې اجماع رامنځته کول دي.
په دوحه او مسکو کې د غونډو تر څنګ د طالبانو مخالف سیاسي څېرې هم د ویانا ناستې تر عنوان لاندې څلور ځلې سره راټول شوي وو.
د ویانا غونډې:
د ویانا لومړۍ غونډه په ۱۴۰۱ کال کې د اترېش په ویانا کې د یو شمېر طالبانو ضد سیاسي شخصیتونو په شتون کې جوړه شوه.
– د ویانا دویمه غونډه په ۱۴۰۲ کال کې په اترېش کې د طالبانو د مخالفو شخصیتونو په شتون کې جوړه شوه.
– د ویانا درېيمه غونډه په ١۴٠٢ کې جوړه شوه؛
– د ويانا څلورمه غونډه د ١۴٠٣ کال د چنګاښ په مياشت کې جوړه شوه.
د دې غونډو موخه د طالبانو د مخالفو څېرو د سیاسي پیوستون پیاوړتیا او د افغانستان د روان وضعیت د روښانتیا په اړه خبرې اترې دي.
د یوه ټولګډونه حکومت جوړول، له ترهګرۍ سره مبارزه، د تاوتریخوالي پای ته رسول او بشري حقونو ته درناوی، د ښځو بشري ازادۍ ته درناوی او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستل د ملګرو ملتونو، د سیمې هېوادونو او د افغانانو له غوښتنو څخه دي. هغه څه چې په دې موده کې د طالبانو لخوا په عملي توګه له پامه غورځول شوي دي.