نړۍ

امریکا منځني ختیځ ته بي -۵٢ الوتکې او جنګي بېړۍ لېږي

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون پرون (جمعه د تلې ۱۱مه) اعلان وکړ چې له منځني ختیځ څخه د ابراهام لینکن الوتکې وړونکې بېړۍ د وتلو لپاره به سیمې ته بي-٥٢ الوتکې او نوې جنګي بېړۍ واستوي.

د رویټرز د راپور له مخې، په دغو ملاتړو ځواکونو کې بي-۵٢ بمبارونکې الوتکې، جنګي الوتکې، د تېلو بار وړونکې الوتکې او د سمندري ځواکونو ویجاړونکي الوتکې شاملې دي.

د پنټاګون ویاند جنرال پاټریک رایډر د دې ځواک د لېږلو په اړه وویل: «که ایران، خپل شریکان یا نیابتي ځواکونه په سیمه کې د امریکايي ځواکونو یا ګټو په نښه کولو لپاره وکاروي، متحده ایالات به د خلکو د دفاع لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کړي.»

پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا ځاى پرځاى کېدنه به په راتلونکو میاشتو کې ترسره شي چې په ټوله نړۍ کې د امریکا په پوځي خوځښتونو کې د بدلون نښه ده.

د یادولو وړ ده چې امریکا د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر کې د اسراٸيلو او حماس ترمنځ د جګړې له پیل او په دې تړاو د زیاتېدونکو تاوتریخوالي له امله تېر کال په منځني ختیځ کې دوه الوتکې وړونکې بېړۍ درلودې.

رویټرز وايي، له سیمې څخه د ابراهام لنکن د الوتکې وړونکې بېړۍ اېستل به تر هغه وخته واټن رامنځته کړي چې د امریکا بله الوتکه وړونکې بېړۍ منځني ختیځ ته ولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا ژمنه کړې چې د ایران د بریدونو پر وړاندې چې په سوریه، عراق، اردن او د یمن په سواحلو کې د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې لخوا پر اسرائیلو کېږي، دفاع کوي او په منځني ختیځ کې به له امریکايي ځواکونو سره مرسته کوي.

له بلې خوا پر دغه هېواد د اسراٸیلو د «انتقامي» برید په ځواب کې پر اسرائیلو باندې د ایران د ځوابي برید خبرداری لا هم پر خپل ځای دی.