افغانستان

 ایران او پاکستان په یوه اونۍ کې څه باندې یو زرو۴۰۰ کډوالې کورنۍ اېستلي

عکس از آرشیف

د هغو شمېرو پر بنسټ چې د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري اژانس له راپور څخه راټولې شوې دي، ايران او پاکستان په تېره يوه اوونۍ کې ( د لړم له ۶ تر ١٢ پورې) يو زرو ۴٠٣ افغان کډوالې کورنۍ په «جبري او اختياري» ډول اېستلي دي.

د دغو احصایو له مخې چې د آمو لخوا راټولې شوي، په تېره یوه اوونۍ کې ایران يو زرو ۹۹ کورنۍ او پاکستان ۳۰۴ کډوالې کورنۍ اېستلي دي.

په تېره یوه اوونۍ کې ۱۶۳ کورنۍ د تورخم او ۱۴۱ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.

په ورته وخت کې ۴۱۹کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم له لارې  او همدارنګه ۶۸۰ کورنۍ د اسلام کلا له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر ګړندی کړی او پاکستان هم دغه بهیر ته دوام ورکړی دی.

له بلې خوا په ایران او پاکستان کې مېشت یو شمېر هېوادوال هم د دغو دوو هېوادونو د پولیسو له خوا له انساني ارزښتونو او د پناه غوښتونکو له حقونو څخه د سرغړونې شکایت کوي.