افغانستان

د خبریالانو د ملاتړ اداره: طالبان رسنۍ سانسور او ګواښي

A media outlet in Nangarhar. File photo.

د نومبر دویمه (د لړم۱۲مه) د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان ویلي چې طالبان رسنۍ «سانسور او ګواښي» او د دوی په فعالیتونو باندې د بندیزونو سیورى پراخوي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د واک د بيا ټينګښت راهيسې د خبريالانو نيول، بندي کول، شکنجه او ګواښونه زيات شوي دي. خو داسې کوم قانون، ټولنه یا ځانګړې اداره نشته چې د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې «دولتي او غیر دولتي جرمونه» وڅاري او وڅېړي.

د دې خبرپاڼې پر بنسټ، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د رسنیو لپاره یو له «خطرناک» هېوادونو څخه بلل شوی دی.

دغه سازمان د نړۍ له مسٶولو بنسټونو او د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو معافیت پای ته ورسوي او دا موضوع د نړۍ په کچه راپورته کړي او هم پر یوه ګډ، عملي او اغېزمن میکانیزم کار وکړي.

په ورته وخت کې د افغان خبریالانو د ملاتړ اداره وايي، په هېواد کې د خبریالانو په اړه بې پرواۍ ته بايد د پای ټکی کېښودل شي.

دغه سازمان وايي، په دې باور دي چې که افغان خبریالان په جلاوطنۍ کې له خپلو اساسي حقونو بې برخې پاتې شي، د مسلکي کار امکانات نه لري او په ایران، پاکستان او د سیمې په ځینو نورو هېوادونو کې له وېرې، بې وزلۍ، محرومیت او ګواښونو سره ژوند کوي. د خبریالانو پر وړاندې تر ټولو لوی جنایت بلل کیږي.

په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو له حقونو د سرغړونې او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي لږ تر لږه ۴۴۷ پېښې ثبت شوې دي.

د دغه بنسټ په راپور کې راغلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې درې خبریالان وژل شوي او رسنۍ او خبریالان له لسګونو ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

دغه بنسټ زیاتوي چې په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ په درې کلنه موده کې یې ۲۲۰ خبریالان نیولي دي.

په دغه راپور کې راغلي چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې له ۱۲۰ څخه زیاتو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د جګړو او یا هم د سازمان شویو جرمونو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، خو د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د فرهنګ له امله د دغو قربانیانو په حق کې عدالت نه دی پلي شوی. د دې ترڅنګ په هېواد کې پر خبریالانو او رسنیو بندیزونه هم په بې ساري ډول زیات شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د معافیت فرهنګ، د ګواښ او فشار زیاتېدل او پر خبریالانو او رسنیو د محدودیتونو ډېرېدل به د ټولنې او د هېواد پر پرمختګ ناوړه پایلې ولري.

وروسته له هغه چې طالبانو پر هېواد واک تر لاسه کړ، پر رسنيو يې سخت سانسور وضع کړى، يو شمېر خبريالان يې نيولي او بنديان کړي او د يو شمېر خبريالانو په وينا لا هم د طالبانو له جدي ګواښونو سره مخ دي.

د هغو نړیوالو او کورنیو سازمانونو د راپورونو له مخې چې د خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي، یوازې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو دوو کلونو کې (۲۰۲۳ زيږديز کال) په هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي لږ تر لږه ۱۱۰ پېښې ثبت شوي او «درې»  خبريالان په بلخ کې او یو خبریال په کابل کې وژل شوى دى.