نړۍ

اسراٸيل وايي، په خان یونس کې یې د حماس یو«لوړپوړی ژوندی پاتې شوی« چارواکی وژلی 

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې يې د حماس ډلې یو جګپوړی چارواکی عزیزالدین کساب په یوه هوايي برید کې وژلی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د اسراٸيلو پوځ عزیزالدین کساب د حماس یو له «وروستیو لوړ پوړو ژوندى پاتې شويو» څخه بللی، چې په غزه کې يې له نورو ډلو سره د همغږۍ دنده په غاړه درلوده.

په ورته وخت کې د دغه راپور پر بنسټ، پرون (جمعه، د نومبر لومړۍ) پر غزې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې ۶۸ نور کسان هم وژل شوي دي.

په دغو بریدونو کې ډېر کسان د دیرالبلاح ښار، نصيرات کمپ او الزویده ښارګوټي چې د غزې مرکزي سیمې دي، وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي هم دي.

په همدې حال کې د دغه خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا استازي هڅه کوي چې د دې اونۍ د سه شنبې په ورځ د امریکا له ولسمشريزو ټاکنو مخکې په دواړو جبهو (غزه او لبنان) کې اوربند وشي.

د حماس اړوند الاقصی ټلوېزیون د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې دا ډله د موقتي اوربند پلوي نه ده.

تر دې مخکې د اسراٸيلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو ويلي وو چې د ده لومړيتوب د «هر ډول فشار او بنديزونو سره سره» د امنيت ټينګول دي.