مورین انډرسون، د دوو وژل شویو کاناډایي سرتېرو مور ته چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې وه، د دغه هېواد د «د سپینو زرو ملي صليب مور» لقب ورکړل شو.
سي بي سي نیوز راپور ورکړی چې دغه ٧٨ کلنه مور به د نومبر په ١١ په اوټاوا کې د یاد ملي ورځې په مراسمو کې د کاناډا د «ملي سپينو زرو صليب د مور» په توګه د ګلانو ګیډۍ کېږدي.
د هغه زامن ران انډرسون او رايان انډرسون په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو کې په افغانستان کې د کاناډا د پوځي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته مړه شول.
په دغه راپور کې راغلي، چې ران انډرسون د څلورو ماشومانو پلار و او ٣٩ کلن و کله چې هغه په ٢٠١۴ کې ځان وژنه وکړه او ریان انډرسن په ٢٠١٧کال کې مړ شو. که څه هم د هغه مور په دې اړه خبرې نه کوي چې څنګه یې زامن مړه شول؛ خو هغه د دواړه مړينه په افغانستان کې د خپلو زامنو د پوځي خدمتونو له امله رامنځته شوي رواني اختلالات بولي.
د سپینو زرو صليب، چې د ياد صليب په نوم هم پېژندل کېږي، د کاناډا هغه ميندو او مېرمنو ته ورکول کیږي چې خاوند یا زامن یې د نظامي خدمت پرمهال یا په پایله کې له لاسه ورکړي.
مورین انډرسون وايي چې د دې لقب په ترلاسه کولو حیرانه شوه. خو دا ورته يو ویاړ دى چې د کاناډا شاهي اردو لخوا ټاکل شوې ده.
په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو په چوکاټ کې د کاناډايي ځواکونو ماموريت په ٢٠١۴ کال کې پاى ته ورسېد.
د کاناډا د وینیپګ د پوځ د خدمتي واحد په وینا، د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ، د دغه هېواد د پوځ څه باندې ۴۰ زره منظم پوځي او خدمتي غړو په دې ماموریت کې خدمت کړی دی.