د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې چې د سپټمبر په میاشت کې خپور شوی ویلي چې په روانه میاشت کې په افغانستان کې د نورو ناروغیو په پرتله حاد تنفسي او اسهال ناروغۍ تر ټولو زیات ناروغان درلودل.
د دغه سازمان په وینا، په سپټمبر میاشت کې په هېواد کې د حاد تنفسي ناروغیو له امله ۷ تنه مړه شوي دي.
د دغه راپور له مخې، د سپتمبر په میاشت کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې په ۳۲۲ ولسوالیو کې د ۹۹۳ روغتیايي مرکزونو له لارې د دغې ادارې له خوا د ټولو مشورو او خدمتونو ۲۹ سلنه برخه د حاد تنفسي ناروغیو او اسهال سره تړاو درلود.
د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، د دغه سازمان اړوند روغتیايي کارکوونکو په روانه میاشت کې ۶۱۳زره۹۱۴ کډوالو ته چې بېرته هېواد ته راستانه شوي، روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، له دغو خدمتونو څخه ۲۲۲ زره ۳۱۴ ښځې، ۲۰۱ زره ۵۶۹ نارینه، ۱۰۱ زره ۸۶۹ نجونې او ۸۸ زره ۱۶۲ هلکان برخمن شوي دي.
د دې راپور پر بنسټ، د روغتیا نړیوال سازمان په دې میاشت کې ٢٨٨زره٧۴٨ لومړني روغتیایی مشورې، ٢٧زره۴٩٩ روغتیایی پاملرنې او ٢١٠زره٢۴١ روغتیالوړونې فعالیتونه چمتو کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان مخکې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې د ډاکټرانو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر کار د طالبانو بندیزونو د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.
تر دې مخکې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي وو، چې له افغانستان سره مرسته کوونکي هېوادونه سږ کال د طالبانو له خوا د لګول شویو بندیزونو، په ځانګړې توګه د ښځو پر کار د بندیزونو له امله خپلې مرستې کمې کړي دي.
دغه سازمان ویلي دي چې د دغو مرستو په کمېدو سره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د بودیجې له سخت کمښت سره مخ شوي او دا مسله به په افغانستان کې بشري وضعیت لاپسې خراب کړي.