د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، په نړۍ کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي او وژنې ۹۰ سلنه پېښې بې سزا پاتې کېږي.
هغه ويلي چې په نړۍ کې د خبريالانو د «وژنې» له لسو قضيو څخه ٩ يې له قانوني تعقيب او سزا سره نه مخ کېږي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي پرته له دې چې په ځانګړې توګه د امريكې تر واک لاندې د افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت په په ګوته کړي، زیاته کړه: «معافیت د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل کیږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان د واک ترلاسه کولو وروسته د هېواد پر رسنيو سخت سانسور لګولى، يو شمېر خبريالان يې نيولي او بنديان کړي او ځينې خبريالان وايي، چې لا هم د طالبانو له جدي ګواښونو سره مخ دي.
انتونیو ګوټریس پر اېکس لیکلي: «دا [وضعیت] باید بدل شي.»
ښاغلي ګوترش د نړۍ پر حکومتونو غږ وکړ چې هرچیرې د «ژورنالستانو د ساتنې، د هغوی پر ضد د جرمونو د څېړلو او عاملین يې د عدالت منګولو ته سپارلو» لپاره سمدستي ګامونه پورته کړي.
د يادونې وړ ده، چې د خبريالانو د ملاتړو نړیوالو او کورنیو بنسټونو د راپورونو له مخې یوازې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په دوهم کال (۲۰۲۳ زيږديز کال) کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي لږ تر لږه ۱۱۰ پېښې ثبت شوي دي. په هېواد کې ثبت شوي او «په بلخ کې درې خبریالان او یو خبریال په کابل کې وژل شوى.»