افغانستان

نهه افغان اتباع د پاکستان له زندانونو آزاد شول

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو د کونسلګرۍ مشر وايي، د پاکستان د سند ایالت له زندانونو نهه افغان وګړي خوشې شوي دي.

عبدالجبار تخاري ويلي، چې دغه کسان د چمن- سپين بولدک له لارې هېواد ته لېږدول شوي وو.

د نوموړي په وينا، له دغو کسانو څخه دوه يې د کراچۍ له ملير زندان او اووه نور د حيدراباد، خيرپور، سکر او لکنې له زندانونو خوشې شوي دي.

هغه د دغو کسانو د نيولو لامل« د قانوني اسنادو نشتوالى» وباله.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېسيون د تلې مياشت په راپور کې ويلي و چې سږ کال په پاکستان کې ۶زره۹۴۰ افغان کډوال د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي دي. دغه سازمان خبر ورکړی، چې له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه د پاکستان د حکومت د نوې تګلارې تر اعلان وروسته، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې څه باندې ۷۳۳ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.