د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی پلاوي قزاقستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ، صنعت، کانونو، انرژۍ، لوژستیک، کرنې، مخابراتو، روغتیا، لوړو زده کړو او بشري مرستو په برخو کې د همکاریو د لارې نقشه لاسلیک کړه.
د ښاغلي مجاهد په وینا، قزاقستان، د قزاقستان له لارې چین او نورو هېوادونو ته د افغانستان د وارداتي او صادراتي توکو د لېږد لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو ډاډ ورکړی دی.
د طالبانو ویاند ویلي چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي. د هېواد سوداګرو په کراتو د لوړو مالیاتو، لوړو تعرفو او د خپلو مالونو د ذخیره کولو لپاره د سړو خونو د نشتوالي په ګډون د خپلو فعالیتونو پر وړاندې له ستونزو اندېښنه څرګنده کړې ده.
دوی له افغانستان څخه نورو هېوادونو او له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته د پيسو په لېږد کې هم له ستونزو سره مخ دي.
د طالبانو ویاند ویلي چې قزاقستان هوکړه کړې چې د خرګوس په خشکه بندر کې د افغان مالونو د بارولو او تخليې د اسانتیا لپاره یوه سیمه د افغان مالونو لپاره د لوژستیکي مرکز په توګه ځانګړې کړي.
د هغه په وينا، قزاقستان همداراز چمتووالى ښودلى، چې د تورغونډۍ – هرات، کندهار – سپين بولدک او مزارشريف – خرلاچي رېل پټلۍ په پروژو کې به برخه واخلي.
د طالبانو ویاند ویلي چې په دغه هېواد کې د افغاني تولیداتو او محصولاتو په نندارتون کې پنځوس سلنه توکي پلورل شوي دي.
د مجاهد په وينا، د دغه سفر په ترڅ کې د قزاقستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغاني توکو د خرڅلاو د مرکزونو د جوړولو، د دايمي نندارتونونو په ګډون د خصوصي سکتور ترمنځ د څه باندې دوه زره ټنو وچې مېوې او دواړو هېوادونو او قزاقستان ته د افغانستان د تازه مېوې د صادراتو لړۍ ددپیلولو قرارداد د لاسليک په اړه هوکړه وشوه.
خو يو شمېر بڼوال او کروندګر په وار وار د خپلو محصولاتو د پلور لپاره د مناسب بازار له نشتوالي شکايت کوي. د دوی په وینا په هېواد کې د کرنیزو محصولاتو د ودې لپاره اسانتیاوې نشته.
دوی وايي چې د مناسب بازار د نشتوالي له امله اړ دي چې خپل محصولات په ټېټه بیه وپلوري.