د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، امریکا او متحدین یې هڅه کوي د افغانستان د«بې دوامه ثبات» په بهیر کې لاسوهنه وکړي.
سرګي لاوروف په مینسک کې د اورواسیا د دویمې نړیوالې امنیتي غونډې ګډونوالو ته وویل چې د امریکا او د هغې د متحدینو «بریدیز» فعالیتونه د ټولې آسیا د وچې امنیت له ګواښ سره مخ کوي او د وېش خطر زیاتوي.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې لویدیځ هم د سویلي قفقاز په چارو کې لاسوهنې ته دوام ورکوي او د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې بهیر د اغیزمن کولو په لټه کې دي، په داسې حال کې چې امریکا او متحدین یې هڅه کوي سیمې ته د راستنېدو او په منځنۍ اسیا کې د خپل پوځي حضور د بیا پیل لپاره پلمه جوړه کړي او د افغانستان د ثبات د بې ثباته کولو په بهیر کې لاسوهنه وکړي.
هغه وويل: «موږ ته معلومه ده چې پخوانیو اهدافو ته را ستنېدل چې متحده ايالاتو په کې د خپل عظمت په برم سره اصلي رول لوباوه، شونې نه ده. په ځانګړې توګه په هغه ځای کې چې امریکا د وضعیت د کنټرول هڅه وکړه، خو وضعیت هیڅ ښه نه شو. اړینه ده چې د جیو پولیټیک او نړیوال قانون نوي واقعیتونه په پام کې ونیول شي او د مساواتو او د ګټو د عادلانه انډول پر بنسټ مفکورې رامنځته شي، نه د ځواک پر بنسټ.»
په داسې حال کې چې د بشري حقونو فعالانو تل له طالبانو سره په خبرو کې له نړیوالې ټولنې د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو حقونو ته د لومړیتوب ورکولو غوښتنه کړې، خو د سیمې یو شمېر هېوادونه په ځانګړې توګه چین او روسیه له طالبانو سره ښې اړیکې لري.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو امر بالمعروف قانون ته د نیوکو په اړه د دغه سازمان د غړو ترمنځ له اختلاف پرده پورته کړې وه.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې ټاکل شوې وه، دغه شورا د اګسټ په ٢١مه (د زمري په ۳۱مه) د طالبانو د “د امر بالمعروف او نهی عن المنکر” قانون خلاف يوه خبرپاڼه خپره کړي، خو دغه خبرپاڼه د دې شورا د دوو غړو له خوا له مخالفت سره مخ شوه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امنیت شورا دغو دوو غړو د طالبانو نوی قانون «د افغانستان کورنۍ مسئله» بللې ده.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې وه، چې دغه هېوادونه پر طالبانو په ځانګړې توګه د هغو تګلارو او کړنو په اړه چې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کوي، د فشار د دوام پلوي دي.
خو په دې خبرپاڼه کې يادونه شوې چې چين او روسيې ادعا کړې نړيواله ټولنه دې له افغانستان سره مرسته وکړي پرته له دې چې د بشري حقونو په څېر نورو مسايلو ته تړاو ورکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه دریځ په پام کې نیولو سره داسې ښکاري چې چین او روسیه له کوم اضافي فشار پرته له طالبانو سره خبرو او تعامل ته غوره والی ورکوي.