نړۍ

پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې ۴۶ کسان ووژل شول

په غزه کې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۴۶ تنه ووژل شول.

د رویټرز په وینا د اسرائیلي ځواکونو له خوا زیاتره بریدونه د دې سیمې په شمال کې شوي او یو روغتون هم په نښه شوی دی.

د اسرائیلو پوځ حماس تورن کړی چې په بیت لاهیا کې د کمال عدوان روغتون د پوځي موخو لپاره کاروي او وايي چې په لسګونو ترهګر هلته پټ دي. روغتیايي چارواکو او حماس دغه تورونه رد کړي دي.

روغتیايي چارواکو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د غزې په مرکزي برخه کې د النصرات په پنډغالي کې پر دوو کورونو د اسرائیلو هوايي برید لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل.

په وژل شویو کې یو مرستندويه  کارکوونکى او دوه سیمه ییز خبریالان شامل دي.

د دې میاشتې په پیل کې، اسراٸیلي ټانکونه جبالیا، بیت حانون او بیت لاهیا ته ننوتل ترڅو هغه وسله وال وباسي چې ویل کیږي بیا تنظیم شوي دي.

د کمال عدوان روغتون چې په بیت لاهیا کې موقعیت لري د نرسنانو رییس عید صباح رویټرز ته ويلي چې د اسراٸیلو په بریدونو کې ځینې کارکوونکي سطحي سوځېدلي دي.

په دې روغتون کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. اسراٸیلو اعلان وکړ چې په دې برید کې یې د حماس د غړیتوب په شک شاوخوا سل تنه نیولي دي.

اسرائیلي ټانکونه اوس هم دغه روغتون ته څېرمه ځای پر ځای شوي دي.

د حماس تر کنټرول لاندې غزې تړانګې کې د روغتیا وزارت له ټولو نړیوالو بنسټونو څخه غوښتي چې «روغتونونه او روغتيايي کارکونکي د تاوتریخوالي (اسرائیلي اشغال) څخه خوندي کړي.»

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې په دغه سیمه کې روغتون ته څېرمه د ترهګرو د شتون او د ترهګريزو تاسیساتو په اړه د معلوماتو پر بنسټ فعاليت کوي.