افغانستان

د ملګرو ملتونو راپور: طالبانو په ٣ میاشتو کې ۱۱۱ کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي

عکس له آرشیف.

ملګرو ملتونو په خپل درې میاشتني راپور کې، چې له جولای څخه تر سپټمبر پورې (د چنګاښ  ۱۱ څخه د تلې تر ۹) تر پوښښ لاندې نيولي، ویلي چې په دې موده کې طالبانو د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۱۱۱ کسان  «عام محضر» کې  په دُرو وهلي دي.

د دغه راپور په یوه برخه کې چې د طالبانو له خوا د خلکو جسمي مجازات يې مىستند کړي دي، راغلي چې طالبانو په دې موده کې ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځې او یوه نجلۍ په درو وهلې ده.

ملګري ملتونه وايي، طالبانو کله نا کله د یوې ډلې په توګه خلک په عام محضر کې مجازات کړي او دې کار ته یې دوام ورکړی دی.

د دغه راپور له مخې، طالبانو یوازې د جولای په دوهمه د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په لوبغالي کې ۱۸ تنه په علني توګه په درو وهلي دي.

ملګري ملتونه وايي، دغه کسان په ارزګان ولایت کې د طالبانو تر ادارې لاندې د استیناف محکمې له خوا د «غلا، زنا او لواطت » په تور په بند محکوم شول.

ملګري ملتونه وايي، طالبانو دغه کسان په دغه ولایت کې له ۱۹ تر ۳۹ درو وهلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم طالبانو لخوا بدني سزا وغندله او د بندېدو غوښتنه یې وکړه.

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو په محکمو کې عادلانه قضايي جوړښت ته د لاسرسي نشتوالي له بشري حقونو د سرغړونو په اړه ژورې اندېښنې راپارولي دي.