افغانستان

 طالبانو په غزني کې دوه تنه په «عام محضر» کې په درو ووهل

طالبانو په غزني ولایت کې دوه تنه د «بد اخلاقۍ او غلا» په تور په عام محضر کې په درو ووهل.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پرون (چهارشنبه د لړم ۹مه) له دغو دوو کسانو هر یو «۳۹ درې» وهل شوي دي.

د دې خبرپاڼې له مخې، طالبانو د «بد اخلاقۍ» په تور تورن کس په اته میاشتې بند او په «غلا» تورن کس په دوه کاله بند محکوم کړی دی.

دغه کسان د غزني په مقر ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا په درو وهل شوي دي.

په تېره یوه میاشت کې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون تر ۸۰ ډېر کسان په بېلابېلو تورونو په درو وهلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم طالبانو لخوا د بدني سزا وغندله او د هغې د بندېدو غوښتنه یې وکړه.

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو په محکمو کې عادلانه قضايي جوړښت ته د لاسرسي نشتوالي له بشري حقونو د سرغړونو په اړه ژورې اندېښنې راپارولي دي.