د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې کمښت د دې هېواد د وګړو ژوند ګواښي.
دغه سازمان پر اېکس لیکلي: «دا په افغانستان کې د اقلیم د بحران تریخ حقیقت دی.»
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) خبرداری ورکړی و چې ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د کابل د ځمکې لاندې اوبه په بشپړه توګه ختمې شي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې د سه شنبې په ورځ (لړم ۸) پر اېکس کې ويلي چې په راتلونکو شپږو کالونو کې د اوبو د کمښت یو لامل د ښاري کېدو چټکتیا او د اقلیم بدلون دی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (يو اېن ډي پي) د زمري په میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو چې هېواد د اوبو له سخت بحران سره مخ دی او د افغانستان نږدې ۷۹ سلنه وګړي اړینو سرچینو ته لاس رسی نه لري.
د دغه بنسټ په وینا، د سختې وچکالۍ شرایطو، اقتصادي بې ثباتۍ او د اوږدې جګړې ویجاړونکو اغېزو د افغانستان د اوبو زېربنا په پام وړکچه مختل کړې او دا وضعیت د اقلیم د بدلون او د اوبو د سختو پېښو له اغیزو سره یوځای د مهمو اوبو چې سرچینې او اسانتیاوې، پیاوړې کوي، د تخریب لامل شوی دی.