افغانستان

سرچینه: په هرات کې د معاشونو د نه ورکړې له امله د ډاکټرانو اعتصاب پای ته ورسېد

په هرات کې سرچینې آمو ته ویلي چې د معاشونو د نه ورکړې له امله د دغه ولایت د روغتیايي مرکزونو د ډاکټرانو اعتصاب پای ته رسېدلی دی. خو تر اوسه د دوی معاشونه نه دي ورکړل شوي.

د دغو اعتصاب کوونکو له ډلې د ځینو په وینا له دغو ډاکټرانو سره ژمنه شوې چې په درېیو اونیو کې به یې معاشونه ورکړل شي.

د هېواد لوېدیځ، هرات ولایت کې د لږ تر لږه ۹ روغتیايي مرکزونو کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې له امله د سه شنبې له ورځې راهیسې په اعتصاب لاس پورې کړی و.

په دغو مرکزونو کې د غوريان ولسوالۍ روغتون، د مسلخ د روغتيايي مرکز، د شينډنډ ولسوالۍ روغتون، ګذره روغتون، د رواشان روغتيايي مرکز، د سنګ کوتل روغتيايي مرکز، د تورغونډۍ روغتيايي مرکز، د هفتګله روغتيايي مرکز او د کرخ کلينيک شامل دي.

په هرات کې باخبره سرچینې آمو ته ویلي چې یو شمېر دولتي کلینیکونه هم په دغه اعتصاب کې شامل دي.

د لاريون کوونکو په وينا، د روغتيا د ادارې او پراختيا انستيتيوت يا «او پي اېچ اېم» چې د هرات په کلينيکونو کې د ټولو روغتيايي کارکوونکو معاشونه ورکوي، له څلورو مياشتو راهيسې د دغو کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړي.

دغه سرچینې وايي چې د طالبانو د اضافي غوښتنې له امله د کارکوونکو معاشونه پرې شوي دي.

د روغتیا د ادارې او پراختیا انسټیټیوټ یوه غیر دولتي موسسه ده چې په افغانستان کې په ۲۰۱۰ کال کې تاسیس شوه او د یوې غیر دولتي موسسې په توګه په اقتصاد وزارت کې ثبت شوه.

دغه بنسټ د روغتیا سازمانونو د ایتلاف غړیتوب هم لری، چې د افغانستان د روغتیا په برخه کې د فعالو نادولتی موسسو لپاره د چترۍ موسسې په توګه فعالیت کوی.