افغانستان

 طالبانو د ایران په پوله کې پر افغان کډوالو «چاودنه او ډزې» تایید کړې

طالبانو ویلي دي چې د ایران د کلګان – سراوان په پوله کې د افغان کډوالو د وژلو او ټپي کېدو د پېښې د څېړلو لپاره د دوی د پلاوي موندنې ښیي چې په دغه سیمه کې پر یو شمېر افغان کډوالو د «ډزو او چاودنې» په پايله کې مړه او ټپیان شوي دي. 

که څه هم طالبانو په دې پېښه کې د وژل شویو او ټپیانو کره شمېره نه ده وړاندې کړې؛ خو د دوی مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر اېکس یوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې تر اوسه له دغې پېښې څخه دوه جسدونه او د ۳۴ عیني شاهدانو په ګډون یو شمېر ټپیان هېواد ته راوړل شوي دي.

د هغه په ​​وينا، د دې پېښې يو شمېر مړي او ټپيان په ايران او پاکستان کې پاتې دي او د طالبانو پلاوى يې افغانستان ته د لېږدولو په لټه کې دى.

د طالبانو د ویاند مرستیال زیاتوي، چې تر اوسه د دغه پلاوي څېړنې نه دي بشپړې شوي.

د يادونې وړ ده، چې د يکشنبې په ورځ (د تلې ٢٢مه) د ايران په کلګان – سراوان سرحدي سيمه کې پر افغان کډوالو د چاودنې او ډزو په پايله کې د دغه هېواد لسګونه اتباع مړه او ټپيان شوي وو.

د «حال وش» په نامه د ایران د بشري حقونو سازمان د کډوالو د روايتونو په حواله راپور ورکړی چې په دې پېښه کې شاوخوا ٢٦٠ تنه وژل شوي دي؛ خو آمو په خپلواکه توګه د دغه احصایې پخلى نشي کولاى.

د دغه راپور له مخې ایراني پوځیانو هغه مهال پر افغان کډوالو ډزې وکړې چې غوښتل یې دغه هیواد ته ننوځي.

له هغه وروسته طالبانو د دې پېښې د څېړلو لپاره د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د دوی د استخباراتو څخه یو پلاوی وټاکه. له دې پېښې نږدې شل ورځې تېرېږي؛ خو طالبان وايي چې د دوی څېړنې لا هم نه دي بشپړې شوې.