نړۍ

 امریکا: ایران باید د اسراٸيلو «انتقامي برید» ته ځواب ورنکړي

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرن ژان پییر پرون (چهارشنبه، لړم ۹) په یوه خبري غونډه کې ويلي چې ایران باید د اسرائیلو انتقامي بریدونو ته ځواب ورنه کړي.

مخکې، سي اېن اېن د یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی و چې په ایران باندې د اسراٸیلو وروستي بریدونه به د «پرېکنده او دردناک» غبرګون سره مخ شي، چې ممکن د متحده ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو څخه مخکې ترسره شي.

د سي اېن اېن په وینا، ژان پییر همداراز وویل: «که ایران د ځواب ورکولو پرېکړه وکړي، متحده ایالات چمتو دي چې د اسراٸیلو دفاع وکړي.»

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو مېلر که څه هم د ایران د احتمالي اقداماتو د ارزونې په اړه له څه ویلو ډډه کړې. خو يو ځل بیا يې ټینګار کړى چې متحده ایالات په دې باور دي چې «ایران باید ځواب ورنکړي.»

مېلر په دې اړه چې آیا ایران د نومبر تر پنځمې مخکې امریکا ته د غبرګون په اړه خبرداری ورکړی دى، له څه ویلو ډډه وکړه.

هغه د چهارشنبه په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «زه خپلو حکومتونو ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې نه کوم ، خو هغه څه چې په علني او ښکاره توګه مو روښانه کړي ویلای شم چې ایران دا پیغام په بشپړ ډول ترلاسه کړی دی. چې دوی باید دې شخړې ته دوام ورنکړي.»

د يادونې وړ ده، چې ايران او اسرائيل په پرله پسې توګه په سيمه ييزو سياليو کې ښکېل دي او په نورو هېوادونو لکه سوريه او لبنان کې د نيابتي جګړو له لارې په غير مستقيم ډول له يو بل سره په نښته بوخت دي.