د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو په ځینو ولایتونو کې د خبریالانو د ملاتړو رسنیو او بنسټونو له مسوولینو سره ګډې ناستې وکړې او په دغو ناستو کې یې د سیمه ییزو رسنیو له مسوولینو وغوښتل چې د طالبانو د غوښتنو پر بنسټ خپلې خپرونې چمتو کړي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په غونډه کې د سیمه ییزو رسنیو له مسوولینو وغوښتل شول چې د طالبانو لاسته راوړنې خپرې کړي.
بل خوا یو شمېر خبریالان وايي، چې د طالبانو دغه پرېکړه د پخوا په پرتله د بیان ازادي لا ډېره محدودوي او خبریالان اړ کوي، چې د طالبانو په ګټه خبرونه خپاره کړي.
ویل شوي دي چې طالبان هڅه کوي د خبریالانو او رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ ناستې تر نامه لاندې خبریالان محدود کړي او د دوی د ګټو په موخه راپورونه چمتو کړي.
په دې وروستيو کې په فارياب، بغلان او نورستان ولايتونو کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياستونو له خبريالانو او د رسنيو له مسوولينو سره ناستې کړې دي.
په دې ناسته کې دفارياب ولايت داطلاعاتو او کلتور رياست له خبريالانو څخه وغوښتل چې خپلې خپرونې د طالبانو د لاسته راوړونو پر بنسټ چمتو او خپرې کړي.
په فاریاب کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس شمس الدین محمدي ويلي:«زه د رسنیو له مسوولینو څخه غواړم چې خپلې خپرونې زموږ د پالیسۍ او د دولتي ادارو لاسته راوړنو ته په پام سره منعکس کړي.»
په هغو ناستو کې چې طالبانو له خبریالانو او د سیمه ییزو رسنیو له مسوولینو سره پیل کړې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د رئیس سربېره، والي او د طالبانو د امنیه قومندانۍ استازي هم برخه اخلي.
په نورستان ولايت کې په همدې مناسبت جوړې شوې ناستې ته د نورستان والي زين العابدين عابد خبريالانو ته وويل چې طالبان اوس په يوه ستره رسنيزه جګړه کې دي او رسنۍ بايد مثبت فکرونه خپاره کړي.
د نورستان لپاره د طالبانو والي زین العابدین عابد وويل:«د بریا وروسته، اوس موږ په يوه ستره رسنيزه جګړه کې یو. رسنۍ باید مثبت فکرونه خپاره کړي، ځکه د رسنیو له لارې د خلکو فکرونه ښه کېږي.»
یو شمېر خبریالان وايي، طالبان د دا ډول ناستو په جوړولو سره غواړي د دوی د خوښې خلاف د راپورونو د خپرولو مخه ونیسي.
طالبانو تر دې دمه په کندهار، تخار، میدان وردګ او بادغیس ولایتونو کې په ملي ټلویزیونونو کې د انځورونو خپرول بند کړي دي.
لکه څنګه چې تازه د نورو ولایتونو پر خلاف، په تخار کې د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري آژانس پر اېکس ټولنیزه شبکه د ژوندیو موجوداتو د انځور له خپرولو ډډه کړې او له ځوانانو او محصلینو سره یې د ناستې انځور نه دی خپور کړی.
په تخار کې یو شمېر خبریالان وايي، چې د طالبانو له بندیزونو وروسته په دغه ولایت کې ملي تلویزیون او ویډیويي رسنۍ د سقوط په درشل کې دي.
د تخار يو تن خبريال وايي: «تر دې مخکې هم طالبانو په رسنیو کې د سیاسي خپرونو په ژوندۍ خپرونه بندیز لګولی و او رسنیو ته یې د خپل باور وړ کارپوهانو نوملړ چمتو کړی و.»