افغانستان

 طالبانو په ننګرهار کې یوه ښځه او درې نارینه په «عام محضر» کې په درو ووهل

طالبانو په ننګرهار ولایت کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان په عام محضر کې د «نامشروع اړيکو  او له کوره د تیښتې» په تور په درو ووهل.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د دغه ولایت په  کوز کنړ ولسوالۍ کې له دغه کسانو هر يو په «۳۹ دره» درو ووهل.

په تېره یوه میاشت کې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۸۰ کسان په بېلابېلو تورونو په درو وهلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم طالبانو لخوا بدني سزا وغندله او د بندېدو غوښتنه یې وکړه.

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو په محکمو کې عادلانه قضايي جوړښت ته د لاسرسي نشتوالي له بشري حقونو د سرغړونو په اړه ژورې اندېښنې راپارولي دي.