استرالیا د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۳ میلیونه ډالره مرسته وکړه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پر اېکس ویلي، چې دا مرستې به سږ کال د اړمنو کسانو د درملنې لپاره ولګول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام مخکې په یوه راپور کې ویلي وو چې په هېواد کې ۱۲.۴ میلیونه وګړي د خوراکي توکو د ناخوندیتوب سره مخ دي.
د دغه سازمان په وینا، د هېواد ډېری اتباع نه پوهیږي چې خپل راتلونکی خواړه څنګه ترلاسه کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام په خپل پخواني راپور کې ويلي چې د ٢٠٢۴ تر ډسمبره پورې په هېواد کې اړمنو خلکو ته د مرستې کڅوړو چمتو کولو لپاره ٦١٧ ميلیونه ډالرو «بېړنۍ» بودجې ته اړتیا لري.
تر دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان کړی و، چې له افغانستان سره مرسته کوونکو هېوادونو سږ کال د طالبانو له خوا د محدودیتونو، په ځانګړې توګه د ښځو پر کار د بندیزونو له امله خپلې مرستې کمې کړې دي.
دغه سازمان ویلي دي چې د دغو مرستو په کمېدو سره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د بودیجې له سخت کمښت سره مخامخ شوي او دا مسٸله به په افغانستان کې بشري وضعیت لاپسې خراب کړي.