افغانستان

 ترکيې د هرات د عامه کتابتون ودانۍ بيا ورغاوله

په افغانستان کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ موسسې (تيکا) د هرات ولایت د عامه کتابتون ودانۍ ورغاوله.

د طالبانو تر ادارې لاندې د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، دغه ترکي موسسې همداراز له دغه کتابتون سره د دوه زرو کتابونو مرسته کړې ده.

طالبانو ویلي دي چې له دې کار څخه یې موخه د کتاب لوستلو کلتور خپرول او ځوانانو ته د مطالعې د چاپیریال برابرول دي.

په همدې حال کې د طالبانو تر ادارې لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هېواد کې د څه باندې ۴۰۰ کتابونو پر پلور او لوستلو بندیز لګولی دی.

یو شمېر کتاب پلورونکو د طالبانو له خوا د منع شویو کتابونو د لېست د یوه کاپي په لېږلو سره آمو ته وویل چې طالبانو د شیعه مذهب، عصري حکومتوالۍ، د احمدشاه مسعود اړوند عنوانونو، سیاسي ازاديو او د کتابونو په پلورلو بندیز لګولی دی.

د طالبانو لخوا منع شوي کتابونه:

– د شیعه عقایدو په اړه کتابونه؛

– د عصري حکومتوالۍ په اړه کتابونه؛

– د ټولنیزو او دیني ټولنپوهنې په اړه کتابونه؛

– د سیاسي شخصیتونو په اړه کتابونه؛

– د ډیموکراسۍ او سیاسي او ټولنیزو آزادیو په اړه کتابونه؛

– د هنرونو په اړه کتابونه، د نقاشۍ په ګډون؛

– د شعرونو او ناولونو کتابونه.